لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلتوال خپل احتجاج کوټه ته وړي او د صوبايي اسمبلۍ مخ ته کيني


د چمن په روان پرلت کې شريک ملت پاله ګوندونو پرېکړه کړې ده چې د اکتوبر مياشتې د ۲۱ تاﺭيخ څخه به د چمن پرلت د غوښتنو په حق کې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ و مخ ته احتجاج کوي.

د بلوچستان حکومت ویاند وايي چې پرامن احتجاج د سياسي ګوندونو حق دی خو د چمن پرلت د غوښتنو په هکله څه ويلو ته تيار نه و. د چمن پرلت کميټۍ غړي وايي چې د چمن او بولدک پر سطح د چاﺭواکو سره د دوی خبرې روانې دي.

په چمن سرحدي ښار کې ﺭوان پرلت ته د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وينا کې وويل چې د چمن پرلت غوښتنې حکومت منلو څخه اوس هم انکاري دی.

دوی به د ملت پاله ګوندونو سره په مشترک ډول د راروان ګل، دوشنبې په وﺭځ پر يوشتم اکتوبر د بلوچستان اسمبلۍ ومخته احتجاج کوي.

اصغر خان اڅکزی وايي “نن نه صحيح پنځه وﺭځې بعده غوﺭ پر وکئ لس وﺭځي بعده سره پر کشينئ دا قلعه او کوهسار دې سره پر کشيني. ددې قام دغه درد چې د څوارلس مياشتو څخه د روزانه پر بنياد ستاسو په مخکې پيښ کيزې او بيانيږي چې تاسو يې پر يوه نتيجه نن ﺭسولي ياست نو خواست کوو چې ددغه دﺭد داﺭو او دﺭمل پيدا کړئ او دا قام ددې بيروﺯګاﺭۍ او تنګ دستۍ څخه ﺭاوباسئ. که دا ﺭنګه نه کيزې مونږ ملتپاله ګوندونه خپل احتجاج د بلوچستان اسمبلې ومخته په ﺭاﺭوان ۲۱ اکتوبر کوو "

د چمن په پرلت کې دا وخت عوامې نيشنل ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، نيشنل ډيموکريټيک موومېنټ او د پښتون ژغوﺭنې غوﺭځنګ ترڅنګ سوداګر او خواﺭيکښ تنظيمونه ګډون لري.

تير کال اکتوبر د يوشتمې نېټې څخه د حکومت د هغه پريکړې په ضد دغه پرلت پيل شوی چې د اپيکس کميټۍ په غونډه کې د پاکستان حکومت د افغانستان سره په داخلي دﺭواﺯو باندې تګ او ﺭاتګ پاسپوﺭټ او ويزو کولو پريکړه وکړله او د نومبر د مياشتې څخه يې عملې کړه.

دملت پاله ګوندونو په کوټه کې احتجاج کولو پر اعلان باندې د بلوچستان حکومت وياند شاهد ﺭند وويل چې پرامن احتجاج د سياسي ګوندونو حق دی او حکومت يې مخه نه نيسي.

خو د پرلت کمېټۍ يو غړی فيض محمد دغه دعوې کوي چې دچمن او بولدک پر سطح د دواړو حکومتونو تر منځ خط او کتابت ﺭوان دي او دوی خبرې وﺭسره کړي دي چې د چمن دﺭواﺯه به د خلکو د ﺭوﺯګاﺭ په مخ خلاصه شي.

د پرلت کميټې غړی فيض محمد وي او ای ډيوه ته وايي " خبرې سل په سل کې د کاميابې په مخ ﺭوانې دي، د پاکستان خوا ده که د افغانستان خوا ده، دوی خبرې وﺭسره کړي دي. ددې ولس چې کوم د تير يو کال راهسې خواﺭي او مشکلات دي او و دویته د ﺭوﺯګاﺭ ستونځې وﺭپېښې دي او تېر يوه کال څخه پرلت ناست دی، ﺯمونږ د وطن خلک که ده پولې يوه خوا دې که د بلې خوا دي هغه ډېر دﺭپدﺭۍ سره مخامخ دي. اوس مسله حل کيدو پخوا ﺭوانه ده”.

د پرلت کميټۍ پر دغه دعوې باندې تر اوسه دواړه اړخو ته حکومتونو په ﺭسمي توګه څه نه دي ويلي خو وپرلت ته په خپل وينا کې هم د ای اين پي ګوند صوبايي مشر اصغر خان دغه خبره وکړله چې د چمن دروازه خلاصولو لپاﺭه ځايي مشرانو او پرلت کميټۍ پر بعضو نکتو چې هغه د پولې د خلاصون لپاﺭه عملي کيزې وپاکستان حکومت ته وﺭباندې خپله رضامندي ښکاره کړې ده.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG