د پاکستان د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (کاونټر ټيريريزم ډيپارټمنټ) سي ټي ډي ویلي چې د پټو مالوماتو پر اساس يې د مستونګ ضلعې په قمر مزار آباد کلي کې عمليات تر سره کړي او د ترهګرې ډلې داعش 11 وسله وال یې وژلي دي.
سي ټي ډي مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې ویلي چې د داعش د دې ډلې دعبدالحۍ په نامه د ترهګر په ورښونه يې په ياد ځای چاپه وهلې وه.
په بيان کې ويل شوي چې د چاپې په وخت په سرای کې پټو وسوالو پر سي ټي ډي پوليسو بريد وکړ او په ځواب کې ورباندې پوليسو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې 11 تنه وژل شوي دي.
په بيان کې زياته کړی شوې چې دعبدالحۍ په مشرۍ کې دغې ډلې د روان کال د مې په مياشت کې په مستونګ کې د پوليسو پر موټر بريد کړی وو چې دوه تنه د پوليس سرتيري پکي وژل شوي وو.
په بيان کې زياته شوې چې ترهګرو په را روان وخت کې ياد ځای د تربيتي کېمپ او مرکز په توګه کارول کېدی شو.
سي ټي ډي په يادو عملياتو کې د وژل شوو د پېژندنې په اړه نور مالومات نه دي شريک کړي.
د سي ټي ډي د وياند له لوري په جاري شوي بيان کې دعوه شوې چې له وژل شوو ترهګرو يې دوه ځانمرګي جېکټونه، او نوره درنه وسله تر لاسه کړې ده.
په پاکستان کې وخت په وخت حکومتي چارواکو دا دريځ خپل کړی چې داعش ډله په منظمه توګه په پاکستان کې شتون لري. خو يادې ډلې په پاکستان د يو شمېر پېښو زمه وارۍ منلي دي.
د 2016م کال د اکتوبر په مياشت کې په کوټه کې د پوليسو پر تربيتي مرکز د بريد زمه واري داعش منلې وه ، په دې بريد کې د پوليس تر 60 زياته سرتيري وژل شوي وو.
په کال 2017م د مې په میاشت کې د دوو چینایانو له کوټې د اغوا او بیا د ھغوی د وژلو زمه واري ھم داعش منلې وه.
د کال 2018م د اپريل په مياشت کې د نوابزاده سراج ريساني پر سياسي غونډه باندې په مستونګ کې د بريد زمه واري هم داعش منلې وه ، په دې بريد کې تر 150 زياته خلک وژل شوي وو.
د کال 2021 م کال د جنورۍ په مياشت کې په مچ سيمه کي د 11 هزاراګانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.
د بلوچستان سي ټي ډي د 11 داعشيانو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او ويل شوي د افغانستان د زندانونو څخه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي کړی شوي وو.
وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.
په 17 اګست نوموړي ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې دي ، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.
وروسته بيا داسې ویل شوي وو چې طالبانو د پاکستان په شکايت يوه درې کسيزه کمېشن جوړ کړی چې پاکستاني طالبان د باکستان په ضد د افغانستان خاوره استعمالوي، خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په يوه خبري غونډه کې ويلي وو د کمېشن جوړولو خبره سمه نه ده.
او په 21 اګست د پاکستان د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ويلي وو اسلام آباد به د تحريک طالبان پاکستان په سر د کابل سره خبره کوي.
خو وروسته بيا د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په کابل يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي د کمېشن جوړلو خبره سمه نه ده.