ساحل: پاکستان کې هره ورځ د 10 ماشومانو سره جنسي تيری کيږي زياتې پېښې په پنجاب کې وي

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل نوي رپورټ کې ويلي چې د سږني کال په لومړو شپږ مياشتو کې د ماشومانو پرضد د جنسي تيريو 1896 پېښې رپورټ شوي دي.

په دغه رپورټ کې راغلي چې د تېر کال هم په دومره موده کې هره ورځ اوسطا اته ماشومان د جنسي تېريو ښکار کېدل خو له تازه شمېرو څرګنده شوې چې اوس هره ورځ لس ماشومان د جنسي تېريو ښکار کیږي.

د رپورټ ترمخه په دغو 1896 پېښو کې 53 فيصده يعني 1013 جینکۍ او 47 فيصده ماشومان هلکان شامل دي.

رپورټ وايي د کال 2021 د جنورۍ نه تر جون د میاشتې پورې د ماشومانو ضد د جنسي تيريو ټولې 1084 پېښې رپورټ شوي چې پکې 523 پېښې د اغوا، 238 د لا درکۍ او 51 پېښې د کم عمرۍ د ودونو مخې ته راغلي دي.

په رپورټ کې دا هم ویلي شوي چې په ټولو رپورټ شوو پېښو کې 58 فيصده کېسونه د هېواد د کلي والو سيمو نه او 42 فيصده د ښاري علاقو څخه رپورټ شوي دي.

د غېر دولتي تنظيم ساحل سينير پروګرام افسر سهېل احمد وي او اې ډيوه ته وويل د تېر کال په نسبت د سږني کال په لمړو شپږو میاشتو کې د ماشومانو ضد جنسي تېريو په پېښو کې 7 فيصهى اضافه لېدل شوې ده.

هغه بيا وايي تېر کال به د ورځې په سر اوسطا 8 ماشومان د جنسي تېريو ښکار کېدل خو د سږني کال د لومړې شپږ مياشتو شمېرې ښايي چې اوس هره ورځ لس ماشومان د جنسي تېريو ښکار کيږي.

هغه وويل د ماشومانو جينکو پرضد د جنسي تېريو زياتې پېښې رپورټ شوي او که مونږ د ماشومانو پرضد د جنسي تېريو خبره وکړو نو د هلکانو پرضد هم په دې کې کافي زياتوالې راغلې دې.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکی مبارز عمران ټکر وايي د ماشومانو پرضد جنسي تېري کېدل يو حقيقت دی او نور له دې مخ نه شي اړول کېدې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د نن څخه پنځلس شل کاله مخکې به چې کله د حکومت او ټولنې سره په دې اړه خبرې کېدې نو هغوى به له دې پېښو انکار کوو خو وايي اوس دا سوچ ورو ورو بدلېږي.

هغه واي دې کې يوه الميه دا هم ده چې اوس هم داسې پېښې تهاڼو او هسپتالونو ته نه ځي. او خلک پرې پښه راکاږي.

عمران ټکر وايي وروستې پاتې علاقې خصوصا د خېبر پښتونخوا کوهستان، چترال، اورکزۍ او پخوانيو قبایلي سیمو کې اوس هم په دې جديد دور کې د هغه ځايونو نه پېښې کمې مخې ته راځي او وايي د دې مطلب خو به دا وي چي يا خو هلته د سره داسې پېښې نه کېږي او يا اوس هم هلته خلک د رواياتو د لاندې په داسې پېښو خلک غلې خاموشه پاتې کېږي.

رپورټ وايي د سږني کال په لومړو شپږو مياشتو کې ټول 554 هلکان د جنسي / ډله ييز تېريو ښکار شوي دي او هم دا راز 531 جینکۍ هم د انفرادي او ډله ييز جنسي تېري او د مرګ د هڅو سره مخامخ شوي دي.

د غېر دولتي تنظيم ساحل له شمېرو دا هم څرګنده شوې چې د شپږ او پنځلسو کلونو د عمر ماشومان د جنسي تېريو نخښه جوړېږي. او رپورټ زياتوي چې 640 ماشومان چې عمرونه يې د 15 او 11 کالو تر مينځ وو د جنسي تېريو نخښه ګرځېدلې دي.

رپورټ وايي چې د 1896 پېښو څخه 60 فيصده پېښې د پنجاب صوبې نه، 26 فيصده د سندهـ نه، 6 فيصده پېښې د اسلام اباد نه، 5 فيصده د خېبر پښتونخوا څخه او د جنسي تېريو 2 فيصده پېښې د بلوچستان اېالت نه رپورټ شوي دى.

د رپورټ په اخر کې ويلي شوي چې ددغو ټولو پېښو څخه د 82 فيصدى پېښې پوليسو ته رپورټ شوي خو 32 کېسونه پولیسو ته نه دي رپورټ شوي.