بيلی سايکلې ويړيا ويشي خو وايي تاوان نه کوي

بيلي برېډ فورډ

امريکايي بيلی برېډ فورډ چې په ضرورتمندو ويړيا سايکلې ويشي، وايي خلک ترې د هغه د کار روزګار په اړه پوښتنه کوي، او هغه ورته په مسکي کېدو سره وايي، مشغله یې د خسارې کاروبار دی، خو نوموړی وايي هغه ته د دغه لارې د خدمت موقع او خوشالي ترلاسه کیږي.

بيلی وايي چې "د چا څه پکار وي او څوک يې ورته په يو قيمت ورکړي دغه د ګټي کاروبار دی، خو بلې خوا ته چې يو تن وي او هغه خلکو له ويړيا د هغوی ضرورت پوره کوي، دا د خساري کاروبار دی، او ماته د دې تاوان په بدل کې څه ترلاسه کيږي، نو هغه د خلکو د خدمت موقع او د زړه خوشالي ده".

بلي د امریکې د کيليفورنيا په سان فرانسسکو بي علاقه کې د بيډ بزنس ماډل بائيکس نوم لاندې په خلکو ويړيا سايکلې ويشي، خپله د وېنټېج يا زړو سايکلو شوق لري.

وايي شپږ کاله وړاندې چې ورسره په کور کې دغه سايکلې ډېرې شوې نو په ټولنيزو رسنيو یې اعلان وکړو چې که چاته د سايکل ضرورت وي د هغه سره دې تماس ونيسي.

نوموړی وايي "دغه سايکلې چې ما په کلونو جمع کړي او ساتلې وې د هغې خلکو له ويړيا ورکولو ماله د يو قسمه ازادۍ احساس راکړو".

د بيلي د ويړيا سايکلو ورکولو دغه پيغام دومره مشهور شو چي په ګاونډ کې خلکو ورله د خپل ضرورت نه زياتې په کور ولاړي سايکلي او د سايکلو کاروباريانو ورته د سايکلو د بيا جوړولو يا نوي کولو او نور ضروري سامانونه ورکول پيل کړه.

دی وايي "ما به په سوشل ميډيا د سائيکلو پيغامونه خورول۔ زہ اوس هم کله کله دغه پېغامونه په بيلا بيلو ګروپونو کې ورکوم خو اوس ډیرو خلکو ته مالومه ده، او زما زیات امداد د سايکلو کاروباريان کوي".

بيلي هره اوونۍ د يک شنبي يا اتوار په ورځ د خپل کور په ګيراج کې د سايکلو په مرمت او صفايۍ تيروي.

نوموړی وايي نوملړ جوړوي چې د ورځې به د څومره کسانو سره ويني، ځینې وړیا سايکل تر لاسه کولو لپاره راځي او ځيني بيلی ته د سايکلو ورکولو لپاره.

د کاسترو ويلې اوسيدونکي نيزيا او جوسيانه چې د بلي په ګيراج کې يې ځان له سايکلې خوښې کړي وايي، "دا کار د ټولني سره ډيره لويه ښيګړه دهنورو خلکو له هم دا راز د خلکو سره لاس امداد کول پکار دي".

بيلی وايي تيره اوونۍ د يو امتحان سره مخ شو کله چې ورته په دې سيمه کې د مسلمانانو ټولنيز مرکز وويل چې امریکا ته نوو راغلو افغان کډوالو ته اووه سايکلې پکار دي.

هغه وويل "په هغه ورځ زما د کور مخې ته ګڼ شمېر خلکو خيراتي سايکلي راوستلې د ټولني له خوا دغه مرسته وه چې ما پرې د افغان کډوالو د سايکلو ضرورت پوره کړی شو".

د مسلم کميونټۍ سنټر د زکات د څانګې مشره آمنه عبدالله وايي چې د دې نه وړاندې هم بيلی د ټولني وخت په وخت امداد کړی خو تيره اونۍ په بيړني توګه د افغان کډوالو امداد لپاره ټوله ټولنه مشکوره ده.

بيلی وايي په کال 2015 کې يې د خپله کوره د سایکلو ويړيا وېش پېل کړی او تر دې دمه يې د 600 نه زياتې سايکلې وېشلي او ضرورتمندو ته ورکړې ده.