په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

پښتنو زده کوونکو د لاهور ښار په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو د کلتور ورځ لمانځلې، چې د پاکستان د نورو قومونو زده کوونکو هم پکې ګډون کړی او خپل روایتي اتڼونه یې پکې کړي دي. په دې مراسمو کې سلګونو ښځینه او نارینه زده کوونکو ګډون کړی دی.