زرګران وايي پاکستان کې د ډالر نرخ لوړیدو تاواني کړي دي

په پاکستان کی د روپۍ دارزښت کمیدو له امله دخلکو ژوند ګران شوی اؤ د سرو زرو کاروبایان وایي چې د ډالر دبیعې لوړیدو سره سره زر هم ګران شوي اؤ دهغوئ په روزګار ورسره بدې اغېزې شوي دي.

دسرو زرو کاروباریان وایي دا مهال مارکیټ کې دبې باورۍ وضعیت اؤ هغوئ د ودونو په روان سیزن کې دخلکو نه کارونه اخستي د سرو بیعې دومره لوړې شوي چې دوئ اوس دکالو پترو په جوړولو کې دتاوان سره مخ دي.

خیبر پښتونخوا کې د سرو زرو دکارویانو وینا ده چې د ډالر دنرخ زیاتیدو سره سم د د سرو زرو په بیعه کې هم دیوې تولې پسر ۱۶۰۰ روپۍ اضافه شوې ده.

دنوښار سیمې استوګن د سرو زرو کاروي جلال خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي دا مهال صوبه کې د سرو زرو د یوې تولې بیعه ۱۲۴۵۰۰ روپۍ ده .

هغه وایي دمارکیټ نرخونه پځائ نه دي ولاړ اؤ په تیرو دوه،دریوؤ اوونیو کې یوه توله سره زر د۱۷نه تر ۱۸ زرو روپیو ګران شوي دي.

ښاغلی جلال خان وایي د ودونو سیزن روان دی اؤ دوئ ته خلکو دکالو پترو جوړولو ویناګانې ګړې دي خو دکالو پترو جوړولو دپاره چې یې مخکې چاسره په کومه بیعه خبره کړې اوس مجبور دي چې په هم هغه بیعه ورله کالي جوړ کړي اؤ په مارکیټ کې اوس مهال دسرو زرو نرخونه په بره تللي دي.

هغه وایي که د اخستل شوؤ ارډرونو په اساس دې وخت کې چاله کالي پتري تیاروي نو په یوه توله کې د ۱۰ نه نیولې تر ۱۵ زره روپو له جیبه تاواني کیږي.

پاکستان کې چې کله د روپۍ ارزښت وغورځیږي نو دهغې بدې اغېزې د سرو زرو په بیعو هم کیږي اؤ اقتصاد پوهان وایي چې مارکیټ کې دبې باوره وضعیت له امله پانګه وال په سرو زرو کې خپلې پنګې مصرفوي اؤ دا مهال د روپۍ په پرتله د ډالر لوړه شوې اؤ اؤ د سرو زرو بیعې هم د ډالر سره تړل شوي دي.

کاروباریان وایي دا مهال پاکستان د لسو ګرامو سرو زرو بيعه ۱۰۶۰۰۰ روپۍ او دیوې تولې (۱۲ ګرامو) سرو بيعه ۱۲۷۰۰۰ روپۍ ده.

په مردان ښار کې د سرو زرو دکاروباریانو د اتحادیې مشر غلام سرور صراف وایي خلک په سرو زرو کې پانګونې کوي تر څو خپلې پانګې خوندي وساتي خو دې سره په کاروبار منفي اغېزې کیږي اؤ روزګارونه ورسره خراب شوي دي.

پاکستان کې دشمیرو راټولونکې دولتي ادارې تیره ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي وؤ دبنیادي ضرورتونو بیعې ۱۴ فیصدي زیاتې شوي او پوهان وایي ددی اساسي علت د پاکستانی روپۍ په قدر کې کمی دی.

دپاکستان مرکزی بینک وایي د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه ۱۷۴ روپۍ او لس پیسې ده خو بیا په نړیواله کچه د سرو زرو دبیعو په پرتله پاکستان کې دا بیعې په یوه توله سرو زرو کې۲۰۰۰ روپۍ کمې دي