پنجاب اسمبلۍ نکاح نامه کې دختم نبوت دخانې اچولو پرېکړه لیک منظور کړی

دپاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب اسمبلۍ په نکاح نامه کې د ختم نبوت د خانې اچولو قرارداد منظور کړی دی.

دا قرارداد دمسلم لیګ قاید اعظم ګوند د اسمبلۍ زنانه غړې خديجه عمر تېره ورځ وړاندې کړې ؤ چې په ګډه توګه منظور کړی شو.

هغه وايي ددې مقصد د واده په مهال د مسلمان او غېر مسلم او په ځانګړي ډول د احمدي او قادياني ترمنځ فرق واضحه کول دي.

د بشري حقونو فعالان او څېړونکي وايي دا په پاکستان کې په په اقليتي ټولنه د فشار اچولو يوه بله طريقه ده او په مستقبل کې د ستونزو سوب جوړېدی شي.

دقرارداد په متن کې ویل شوي "دپنجاب اسمبلۍ ايوان دا غوښتنه کوي چې د مسلمان او غیر مسلم، قادياني او احمدي ترمنځ فرق واضحه کولو لپاره دې د نادرا او پاسپورټ په فارم کې د درج حلف نامې په څېر د مسلم فېملي لاز کال 1961 لاندې د ټاکل شوؤ قواعدو په رڼا کې د مجوزه نکاح نامې په فارم کې د ختم نبوت د سوګند خانه شامل کړل شي"

څېړونکي ګڼي کېدی شي چې دا قرار داد په سملاسي ډول کومې پایلې ونه لري خو په راتلونکي کې د مسلو سوب ګرځېدی شي.

دا قرارداد د اکتوبر په 26مه نېټه پنجاب اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوی چې په متفقه توګه یې داسمبلۍ لخوا منظور کړل شوی.

ددې قرارداد وړاندې کوونکي د مسلم لیګ(ق) ګوند غړې خديجه عمر د وي او ای اردو څانګې سره خبرو کې ویلي ددې ضرورت ځکه محسوس شو چې ډېرو خلکو شکایت کوؤ چې کله ودونه وشي نو د دوېم فريق عقيده نه وي معلومه.

خديجه عمر وايي په دغو شکایتونو کې ليکل شوي وي چې د واده پرمهال خلک خپلې عقيدې پټې ساتي او هغوئ ته بيا د ماشومانو د زېږېدو وروسته معلومه شي چې دا کورنۍ احمدي ده.

پاکستان کې د احمدي ټولنې مرکزي وياند عامر محمود ډيوه ته وايي په پاکستان کې شاید داسې سرکاري فارم نشته چې پکې د ختم نبوت خانه نه وي شامله.

هغه وايي تر دې چې داسې حلف نامې د پاکستان په سکولونو کې هم د داخلو په فارم کې په نظر راتلل شورو شوې دي.

هغه وايي احمدي ټولنه په پاکستان د وړاندې څخه د سخت دریځو د بریدونو سره مخ ده او د بشري حقونو حال یې هم ډېر غوره نه دې او دا شان څيزونه به د دوئ بشري حقونه لا نور د پښو لاندې کړي او ټولنه کې به سخت دریځي خوره شى.

پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه تنظیم ایچ ار سي پي د کونسل غړې او پخوانۍ مشره زهره يوسف وايي ددې قرار داد ضرورت نه ؤ او زياتوي دا په اقليتونو او په ځانګړي ډول په احمدي ټولنه د فشار اچولو يوه بله اله ده.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي ظاهره ده چې څوک په داسې حلف نامه لاسلیک کوي نو د هغه عقيده به راڅرګندېږي او هغه به د اکثريتي ټولنې د غضب نخښه جوړېږي.

هغه وايي دا به په ټولنه کې زغم ختم کړي او لږکي به د خطر سره مخامخ کړي.

څېړونکي وايي د هیواد په لږکیو کې دپاکستاني وګړتوب احساس نه دی پاتې او هغوئ په وېره کې ژوند کوي.

د احمدي ټولنې د شمېرو له مخې په پاکستان کې د کال څلور اتيایم راپدیخوا د احمدي ټولنې 270 وګړي د عقيدې په بنياد وژل شوي دي.

د پاکستان په دستور کې احمديان غیر مسلم ګرځول شوي او دوئ ځان ته مسلمان نشي ویلی او اکثره د دوئ عبادت خانې او هديرې د مسلمان اکثریت د حملو ښکار کیږي