د طالبانو مشر هېبت الله اخونزاده د مشرۍ وروسته په لومړي ځل اولس ته مخامخ شوی

د طالبانو روحاني مشر هېبت الله اخونزاده په کندهار کې خپلو پلويانو ته لومړۍ وېنا کړې. او د خپلو ځواکونو د مبارزې ستاينه يې کړې ده.

طالب چارواکو د اتوار په ورځ دا خبر تايد کړی چې د هغوي مشر هېبت الله اخونزاده د خالي يا شنبې په ورځ په کندهار کې دارالعلوم حکيمه نومې مدرسې ته ورغلی او خپلو شاګردانو او پلويانو ته يې په لومړي ځل مخامخ وېنا کړې.

په کال ۲۰۱۶ م کې د طالبانو د مشرۍ وروسته دا د نوموړي لومړۍ اولسي وېنا او مخامخ راتلل دي، هېبت الله اخونزاده د يوې مودې رهسې اولس ته نه دی مخامخ شوی چې لکبله يې وخت وخت د هغه د مشرۍ او تر دې چې دهغه د مرګ په اړه هم ګونکسې خورې شوې وې.

په کندهار کې د نوموړي د وېنا په وخت سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي وو او د هغه په تصويرونو او ويډيوګانو بنديز و، خو طالبانو وروسته په سوشل مېډيا د هغه د لسو منټو آډيو وېنا خپره کړې ده چې پکې هغه ته اميرالمومينين ويل شوی دی.

نوموړي په دې وېنا کې خپلو ملګرو وسله والو ته دعاګانې کړي او د هغوي بریا يې ستايلې ده، هغه پخپله وېنا کې په سياسي تنظيم سازۍ خبره نه ده کړې خو د طالبانو د مشر تابه د پاره يې د رحم دعا ګانې کړي دي او په دغه جګړه کې وژل شوي او ژوبل شوي پلويانو ته يې د عقيدت پېر ځونې وړاندې کړي دي.

د طالبانو روحاني مشر زيات وخت په کندهار کې د عامو خلکو نه په ډډه تېر کړی او وخت په وخت به يې آډيو پېغامونه خورول، هغه د ستمبر په اوومه نېټه هم خپلو پلويانو ته پېغام ورکړی و چې په افغانستان کې شريعت عملي کړي.

د طالبانو د مشر په هېڅ‌ د ټاکل کېدلو وروسته د القاېده مشر اېمن الزواهري هم د هېبت الله ملاتړ کړی و او هغه ته يې امير المومينين ویلی و.

تېره اونۍ د کندهار والي ملا يوسف وفا د فرانس خبري اېجنسۍ ته ويلي و چې دوي وخت په وخت د خپل مشر هېبت الله سره ليدل کتل کوي او په افغانستان کې د حکومت په اړه د هغه فېصلې عملي کوي.

مولانا هېبت الله اخونزاده په کال ۲۰۱۶ م کې د طالبانو د مشر مولانا اختر منصور د وژل کېدلو پس د دغې ډلې مشر ټاکل شوی و، اختر منصور په بلوچستان کې د امريکې ډرون بريد کې وژل شوی و.