صحافتي تنظیمونه وایي پاکستان کې دصحافیانو دتحفظ قانون دصحافیانو په ضد کارؤل کیدای شي

که څه حکومت دعوه کوي چې دې نوي قانون کې د هیواد صحافيانو ته د پرمخ تللو هیوادونو د صحافيانو هومره حقونه ورکړل شوي خو قانون پوهان وايي دا قانون خو په ظاهره دصحافيانو د تحفظ قانون بلل کېږي خو ددې ځینې نکتې دصحافيانو خلاف هم استعمالیدې شي.

پاکستان کې دصحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس او اسلام پرېس کلب دحکومت لخوا په دې وروستو کې منظور شوي د صحافيانو د تحفظ دقانون په ځینو مادو اندېښنې ښودلي او وایي چې ددغه قانون دشپږمې ماده دريمه برخه د صحافيانو پرضد کاریدلی شي.

که څه حکومت دعوه کوي چې دې نوي قانون کې د هیواد صحافيانو ته د پرمخ تللو هیوادونو د صحافيانو هومره حقونه ورکړل شوي خو قانون پوهان وايي دا قانون خو په ظاهره دصحافيانو د تحفظ قانون بلل کېږي خو ددې ځینې نکتې دصحافيانو خلاف هم استعمالیدې شي.

د پاکستان فیډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سیکتر ناصر زيدي وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي دوئ ددې نوي قانون هرکلی کوي او زیاتوي حکومت په دې قانون کې د صحافيانو ځنې سپارښتنې په جزوي توګه ځائ کړې دي.

هغه وايي "مونږ ګڼو چې ددې قانون د شپږمې مادې دريم شق د صحافيانو خلاف استعمالیدی شي او دې ته د بيا کتنې ضرورت دی"

دپاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت پi دې وروستیو کې د صحافيانو د تحفظ د کال 2021 قانون منظور کړی دی.

ددې قانون په شپږمه ماده کې ويل شوي ټولو صحافيانو له پکار دي چې د بل تن حق او شهرت ته درناوي ولري او دداسې موادو خپرولو نه ډډه وکړي چې له کبله یې په هېواد کې په نسلي، مذهبي، فرېقه ايزو، کلتوري او صنفي بنيادونو کرکې وده مومي او تشدد ته خلک راپاروي.

قانون پوهه او اسلام اباد کې د جرنلسټس پروټېکش کمېټۍ غړی افتاب عالم ډيوه ته وايي په ظاهره خو دا قانون دصحافيانو د تحفظ قانون بلل کېږي خو دقانون شپږمه ماده کې دا شرط ايښودل شوی چې يو خبريال به د خپل خبر کره والی ثابتوي.

هغه وايي که چېرې يو صحافي د خپل خبر په سم ثابتولو کې ناکامه شو نو د هغه پرضد به قانوني ګام اخستل کیږي او پرخلاف به یې فوجداري مقدمه هم درج کېږي.

نوموړي وويل دا قانون که يو خوا د صحافيانو د تحفظ خبره کوي نو ورسره سم دا د دوئ خلاف هم کاریدلی شي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري وايي دا قانون به په لمړي ځل د هېواد صحافيانو ته هغه شان حقونه ورکوي کوم چې پرمخ تللو هېوادونو کې صحافيانو ته ترلاسه دي.

په دغه قانون کې دا هم ویل شوي چې حکومت به د صحافيانو د تحفظ دپاره يو خپلواک کمیسیون هم جوړوي چې پکې به دولس غړي د صحافيانو لخوا شامل وي.

ناصر زېدى وايي کمېشن کې د صحافيانو موجودیت به ددې قانون د صحافيانو پرضد د کارېدو مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.

د پي اېف يو جې يو بل غړی مبارک زیب ډيوه ته وايي دا قانون په مجموعي توګه يو ښه قانون دی.

دی وايي په نړۍ کې چرته هم صحافيانو ته مادر پدر ازادي نه وي ترلاسه او په قانون کې ځینې حدونه هم ټاکل کېږي او هم دا شان حدود په دې نوي قانون کې هم شته.

په دې قانون کې دا هم ویل شوي چې حکومت به باوري کوي چې خبريالان د هېواد دننه د لانجو ښکار سيمو کې په ډاډه کار وکړی شي.

د اسلام اباد پرېس صدر شکيل انجم هم ددې قانون په ځنو برخو نیوکې کوي او ډيوه سره خبرو کې وايي په دې قانون کې ويل شوي چې د کمېشن مشر به وزیر اعظم ټاکي او دغه مشر به د وزير اعظم د امر منلو پابند وي. دی وایي باید چې دا يو ازاد کمېشن وي.

د صحافيانو د حقونو د څار غېر دولتي تنظيم فرېډم نیټ ورک پخپل وروستي رپورټ کې د پاکستان دننه دصحافت څانګه کې د سخت سنسرشپ خبره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د کال 2002 نه تر اوسه پاکستان کې د کار په مهال 130 صحافيان وژل شوي دي خو ولې نه د هغوئ قاتلان مالوم شوي او نه چاته سزا ورکړی شوې ده.

په نړۍ کې د صحافيانو تنظيمونه هم پاکستان د صحافيانو لپاره خطرناک هېواد ګرځوي.