اېشيايي پرمختیایي بینک په دې وروستيو کې دخېبر پښتونخوا دپينځوؤ سترو ښارونو پېښور، کوهاټ، مردان، مېنګورې او اېبټ اباد دښاروالۍ داسانتیاؤ لپاره د۳۸۵ میلينونه ډالرو يا ۹۸ اربو روپو دپور ورکولو اعلان کړی دی.
پېښور کې په ترقياتي منصوبو او معيشت نظرلرونکي وايي کومې اسانۍ چې ددغو ښارونو ځایي حکومتونو په سیمه ییزه کچه په خپلو بودیجو کې باوري کړې وې، دغه اسانۍ اوس د بهرنیو بېنکونو نه د غټو قرضو یا پورونو اخستو دلارې پوره کيږي.
په پېښور کې يو څيړونکی اؤ خبریال لحاظ علي وايي دا ډېره د افسوس خبره ده که پبلک ټرانسپورټ يعنې بس دی او که ولسي تشنابونه دي، دپروژو سرته رسولو لپاره یې دبهر څخه پورونه اخستل کیږي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي پېښور کې چې کوم بنيادي ميونسپل سهولتونه دي هغه د امريکې په مرسته جوړيږي.
دنوموړي په وینا"په دې وخت کې پېښور حاجي کېمپ اډه کې چې کوم لېټرينونه(تشنابونه) جوړ شوي دي هغه هم د امريکې د امدادي ادارې په مرسته جوړ کړی شوي دي. او هم داسې که مونږ وګورو چې په کوهاټ روډ باندې يې پېل شوی دی نو هغه هم د اېشيايي ترقياتي بېنک د لارې شوی دی"
لحاظ علي وايي په ځائ ددې چې مونږ مقامي حکومتونه ددې جوګه کړو چې هغه د خپلې ګټې وسيلې پېدا کړي مونږ د بهرنیو قرضو د پاره هڅې کوو.
"د ګټې پېدا کولو په ځائ زمونږ دا هڅه وي چې د بهر ملکونو نه امداد واخلو. دا به په راتلونکو حکومتونو يو بوج جوړيږي. زمونږ د امدن يوه لويه برخه به په راتلونکي وخت کې په دې قرضو کې ځي"
په پېښور کې يو خبريال او څيړونکی عزیز بونیری چې په ترقياتي او معاشي چارو ليکل کوي وایي د کال ۲۰۱۳م نه راپه دېخوا صوبايي حکومت په اربونو روپۍ قرضې اخستې دي او صوبې ته به په اوسنيو وسيلو کې دغه قرضې ستنول ګران وي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"ددې نه وړاندې په صوبه باندې د مالياتي ادارو دقرض حجم څه ۳۳ اربه روپۍ ؤ، په وروستيو کې په خېبر پښتونخوا کې د نوؤ منصوبو لپاره چې کومې پېسې منظورې شوې دي نو دې سره به دغه حجم څه ۴۰۰ اربه روپيو ته ورسي"
دعزیز بونیري په وینا "دغه قرضې واپس کول به زما په خيال صوبايي حکومت ته ډېره ګرانه وي. زمونږ سره چې کومې وسيلې دي نو دا به په کومو شراېطو واپس کيږي او که ددې تجديد کيږي نو هغه به په کومو شرایطو کيږي. دا به د صوبې لپاره ډېر نقصان ده وي او راتلونکي حکومتونو لپاره به ډېر ګرانه وي."
داسلام اباد دنړیوال اسلامي پوهنتون دمعاشیاتو دڅانګې یو استاد ډاکټر معراج الحق وایي دا ټولې ترقیاتي منصوبې دي چې دغه دقرض پيسه به پرې خرچ کړی کیږی اؤ ښکاره خبره ده که دغه سهولتونو نه اينده ګټه ترلاسه کیږي نو د دې به فايده وي خو که دغه پيسه ضايع کړی شوه نو دقرض بوج خو به یوه غټه ستونزه وی چې راتلونکی حکومتونه به ورسره مخ کیږی.
د اېشيايي ترقياتي بېنک په وېب پاڼه دموجودو معلوماتو تر مخه دقرضې ددغو پېسو دلګښت دلارې به دغه ښاريو کې څه ۳۵ لکه خلکو ته فایده ورسي.
دا معلومات ښایي چې ددغه قرضې په پېسو به پېښور فېز ۷ کې ۹۳ کناله پارک اؤ په کوهاټ کې د کاروباري ښځو د پرمختګ او سهولت لپاره يو کاروباري مرکز جوړولی شي
همدا شان به دمردان رېنګ روډ ګرين بېلټ او د مېنګورې او اېبټ اباد لپاره د څښکلو داوبو انتظام او د اوبو صفا کولو سهولتونه غځولی شي او ددې ترڅنګ به د اېبټ اباد د شمله هل پارک ترقياتي سکيم چارې هم سرته رسول کیږي،
دپېښور دباغ ناران ترقياتي کار او ددغه ښارونو نه د پېدا کېدونکو ګندونو دسمبالښت چارې به هم دقرضې په دې پیسو سرته رسولی شي.
څيړونکي وايي دقرضې په پېسو ترسره کېدونکي داسې سکيمونو سره به خلکو ته عارضي ګټه خو ورسي خو ددې سره به د اوږدې مودې لپاره په حکومتو او عام ولس د قرضې بوج هم پرېوځي.