څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته هم د داعش بريدونه سېوا شوي دي او د داعش اثرات په پاکستان کې ښکاريدل هم ډېر شوي دي.
د فاټا څيړنيزي ادارې مشر منصور مسيد وايي، چې کله هم په افغانستان کې د امنيت وضع خرابيږي د هغې اثرات په پښتنونخوا او په خصوصي توګه په قبايلي ضلعو کې مخې ته راځي او دا د داعش د زياتيدونکو فعاليتونو په اړه هم مخې ته راځي.
"که افغان طالبانو کارکردګي ښکاره نه کړه او په حکومت کې يې هم څه بدلون رانغلو نو بيا د داعش زياتيدو امکان شته او چې په افغانستان کې داعش پياوړی کيږي نو په پاکستان کې به يې هم اثرات وي".
په 19 دسمبر په خپله د پاکستان وزيراعظم عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) د اسلام اباد غونډې ته په وېنا کې ویلي وو، داعش یو ګواښ دی.
هغه ویلي وو داعش د افغانستان د لوري په پاکستان کې بریدونه کوي، ځکه د داعش مخه نيول پکار دي ځکه چې داعش به نړيواله خطره شي، د دې دپاره د افغانستان باثباته حکومت پکار دی.
د عمران خان دغه بيان ته په غبرګون کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټويټر په ځواب کې ویلي وو،
"داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی".
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په وروستیو کې د کال 2020 د ترهګرۍ په اړوند خپور کړي نړیوال رپورټ کې ويلي، په کال 2020 کې په پاکستان کې ترهګرې ډلې فعالې وې، په دغو ډلو کې افغان طالبان او حقاني نېټ ورک شامل وو.
په رپورټ کې پاکستان ته په عمومي کتنه کې ویل شوي، په کال 2020 کې پاکستان د ترهګرۍ د خطرې سره مخ پاتې شوی، د کال 2019 په پرتله پکې په بريدونو کې وژنې زياتې شوي دي. په پاکستان کې غټ بريدونه ټي ټي پي او داعش خراسان کړي دي.
د ملګرو ملتونو استازې ډېبور لوينز په (17 نومبر) د ملګرو ملتونو امنیتي شورا غونډې ته ویلي، "داعش ډله يو وخت په کابل او څو نورو صوبو (ولایتونو) پورې محدوده وه، خو اوس یې موجودګي په ټولو صوبو کې ښکاري او زياته فعاله ښکاري".
هغې ویلي وو، هغه بریدونه چې په داعش خراسان پورې تړاو لري يا یې زمه واري منلې، سږ کال په 2021 کې يې 334 بریدونه کړي په تیر کال 2020 کې دا بریدونه 60 وو.
يو بل څيړونکي او خبريال حق نواز خان وايي د داعش د پولې دواړو غواړو ته په راتلونکي کې خطر زياتېدې شي.
وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په افغانستان کې طالبان داعش خطر نه مني او هم دغسې پاکستان هم دا خطر نه ګڼي خو داعش د دې سيمي د پاره د لوي خطر په شکل کې راپورته کيږي".
د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت په رپورټ کې ویل شوي، که څه هم داعش په شام کې ماتې خوړلې، خو په پاکستان او هند کې يې نوو څانګو په کال 2019 کې فعالیتونه لرل. او القاعده چې کمزورې شوې بيا هم دغه ډلې د لرې پرتو علاقو نه فعاليتونه کول.
د داعش په پاکستان کې وروستي بريدونه
د روان کال په 30 ستمبر پېښور کې په چارسده روډ په یو وسله وال بريد کې سردار ستنام سينګ وژل شوی او د دغه پېښې زمه واري بيا داعش ډلې منلې وه.
له دغې وروسته په لومړي نومبر د پېښور ښار سره نزدې په متهرا سيمه کې نامالومو کسانو يو پولیس تاڼه دار په ډزو وژلی، او داعش بيا د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه.
په 22 نومبر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف يو غړی په قبايلي ضلع باجوړ کې په وسله وال بريد کې وژل شوی او داعش د دغه پېښې زمه واري هم منلې وه.
داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري هم منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.
له دې وړاندې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې. او دا په څو ورځو کې د داعش د بريدونو څلورمه زمه واري وه چې منلې يې وه.
د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته د داعش بريدونه
په افغانستان کې چې طالبان د اګست په میاشت کې په واک کې راغلي دي داعش ترهګرې ډلې چاودنو او بريدونو ته د هغې وروسته زور ورکړی دی.
داعش د اګست په 26 په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 پورې افغانان وژل شوي وو.
دغه برید په داسې وخت کې شوی وو چې امریکا د کابل په هوايي اډه خپل ځواکونه، وګړي او افغانان ويستل.
داعش له دغې وروسته په کابل، کندوز او کندهار کې هم د غټو خونړو بريدونو زمه وارۍ منلې وې.