دپاړه چنار لرغونی کتابتون دضلعي افسر په دفتر بدلیږي،دکتاب مینه وال پرېشان

د کرم قبایلي ضلعې پا‌ړه چنار ښار کې په کال ۱۹۸۲ کې د هغه وخت د صوبې ګورنر لېفټننټ جنرل فضل الحق په لاس دپرانستل شوي يواځيني ولسي کتابتون د ورانولو او هغې په يو سرکاري دفتر او کور کې دبدلولو پر ضد د کتابونو سره مينه لرونکو د پاړه چنار ځوانانو او مشرانو په دې وروستيو کې احتجاج کړی دی.

احتجاج کونکيو وي او ای ډيوه ته ویلي دوئ دپاړه چنار ديواځيني ولسي کتابتون یا لائبریرۍ ختمولو پر ضد احتجاج کوي او د حکومت او اړونده محکمو نه دا غوښتنه کوي چې دا فېصله باید بیرته واخلي.

دپاړه چنار استوګن ساجد کاظمي وايي دا د پاړه چنار يواځینی ولسي کتابتون دی او وايي افسوس کوي چې حکومت دا هم ورانوي.

هغه وايي "په دې لاېبرېرۍ کې خوا او شا څه څلور نيم زره کتابونه موجود وؤ. پکار وه چې دا لاېبرېري يې نوره مخکې بوتللی وی، ډېجېټل لایز کړی يې وی. يو ځل پکې د ډېجېټل ایزېشن عمل پرانسته هم شوې ده خو بيا پته نشته چې هغه ډېجېټل ایزېشن چرته لاړو "

ساجد کاظمي وایي کرم پاړه چنار دلیک لوست په لحاظ په ښو ضلعو کې شمېرل کيږي. د دې باوجود هم انتظامیه لګيا ده دا لاېبرېري ړنګوي او دا په يوه سرکاري کور کې بدلوي

هغه وایي "ددې پر ضد مونږ احتجاج هم کړی دی او عدالت سره به هم تماس نيسو"

د پاړه چنار يو بل مشر نذير احمد وايي د سرکاري افسرانو د کورونو او دفترونو لپاره د نورو سرکاري ځمکو کمی نشته، پکار ده چې دا کتابتون ړنګ نه کړل شي.

"لاېبرېري د تعليم يافته خلکو د مطالعې ځای دی چې هلته هغوئ اخبار او کتابونه ولولي او څه ترېنه زده کړي. خو دلته لاېبرېري او تعليم ختمولی کيږي او محکمې ته ورکولی کيږي. دغه محکمې ته چې دا لاېبرېري ورکوي نو تاسره خو نور هم ډېر ځايونه شته هغه ولې نه ورکوي. مونږه په سخته دا غوښتنه کوو چې دا کومه فېصله يې کړې ده، دا دې بېرته واخستلی شي"

د پاړه چنار يو بل سياسي فعال کامران حسېن طوري وايي چې دا د ټول قام لپاره ډېره د شرم خبره ده.

هغه وايي هسې خو قباېلي ضلعې اوس په صوبه کې ضم شوي دي خو قانون پکې اوس هم د اېف سی ار چليږي او د لاېبرېرۍ نه سرکاري دفترونه او کورونه جوړيږي.

دنوموړي په وینا"په نورو هېوادونو يا ځايونو کې چې وګورې نو د اولس لپاره سهولتونه پېدا کيږي خو دلته د اولس لپاره عذابونه جوړيږي. ضلعې ضم شوي خو قانون پکې اوس هم د اېف سي ار چليږي او خپله مرضي کوي"

کامران حسېن طوري وایي دا د ۱۹۸۰ زړه لاېبرېري وه، ډېر ښه او تاريخي کتابونه دي پکې "دا يې ډېر غلط کار پېل کړی دی. مونږ د دې منلو ته تېار نه يو او په سخته يې غندنه کوؤ. اعلا چارواکي دې په سمدستي توګه دا کار ودروي او لاېبرېري دې نوره هم ښه کړي"

د پاړه چنار وسيدونکی شعېب خان هم وايي دې لاېبرېرۍ نه د علاقې مشرانو او کشرانو ټولو ګټه ترلاسه کوله.

هغه وايي دی به پخپله هم د وړوکوالي نه دې لاېبرېرۍ ته ورتللو

"دې لاېبرېرۍ نه په باقاعده توګه ټول خلک مستفيد کېدل. بيا حالات خراب شول، ډېر کتابونه په هغې کې ورک شول او دا سلسله بنده شوه. چې څه کمی بېشی ؤ هغه ډپټي کمشنر پوره کړو او دلته يې پکې د کور وداني پېل کړه. چې څه لږ ډېر کتابونه پاتې وؤ هغه يې د ردي ټوکرۍ ته واچول"

د پاړه چينار يو بل مشر ابوالحسن ملک طوري هم وايي دغه لاېبرېرۍ ته به هغه د خپلو ملګرو سره تللو.

هغه وايي"خلکو تعليمونه کړي دي، دې لپاره چې څه ولولي، تاريخ زده کړي يا څه بل څه ولولي. دې نه دا ګټه وه چې د چا څه کتاب پکار شي نو هغه لاېبرېرۍ ته راشي، هغه کتاب ځان سره واخلي، مطالعه يې وکړي او بېرته يې واپس راوړي. دغسې به د نورو خلکو هم پکې ګټې وې خو زمونږ خو دا ګټه وه. ډېر زاړه زاړه کتابونه دي، دغسې به دا کتابونه ورک شي"

خو د خېبر پښتونخوا د لاېبرېرز او ارکائېوز د اړونده محکمې ترمخه ددغه لاېبرېرۍ ورانولو او دې نه دضلعې سرکاري افسر اېډيشنل اسسټنټ کمشنر لپاره ددفتر او کور جوړولو په هکله دوئ ته اطلاع ورکړی شوې ده.

د متعلقه محکمې چارواکي دا هم دعوه کوي چې د قبایلي ضلعو لپاره دوئ د اووه (۷) نوو کتابتونونو جوړولو يو پلان هم منظور کړی دی.

خو د نوؤ لاېبرېريانو جوړولو نه وړاندې د دغه پخوانۍ لاېبرېري د ورانولو نه بچ کولو په هکله دوئ څه کړي دي؟ په دې حقله دوئ د څه وېلو نه ډډه وکړه.

دضلعې ډپټي کمشنر دفتر هم په دې اړه د څه وېلو نه ډډه کړې خو د سرکاري سرچينو او د ځایي خلکو تر مخه د دغه لاېبرېرۍ ورانولو او دغلته د اېډيشنل اسسټنټ کمشنر لپاره د دفتر او کور جوړولو کار پېل شوی دی.