پاکستان کې دکرونا وایرس کچه بیا په بره روانه ده، اووه تنان نور مړه

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې یو ځل بیا د کرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه په بره روانه شوې ده اؤ دتیریو شواروز په مهال ددې هیواد بیلابیلو سیمو کې اووه کسان په دې مرګوني وایرس مړه شوي دي.

دکرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي داتوار په ورځ خپلو شمیرو کې ویلي چې دتیر شواروز په مهال یې د49,658 کسانو دکرونا معاینات کړي چې دې کې 1572 دکرونا وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

په نزدې وختونو کې دپاکستان دننه دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه دیو فیصدي نه هم په ښکته تللې وه خو این سي او سي وایي چې په څلېریشتو ساعتو کې دا کچه بیا 3.16فیصدي ته لوړه شوې ده.

سرکاري شمیرې په ډاګه کوي چې تر اوسه پاکستان کې 13 لکه4زره اؤ 58کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 28969 کسان په دې وایرس داخته کیدو له امله مړه شوي هم دي.

این سي او سي وایي اوس هم په کرونا اخته ناروغانو کې د 604 حالت د اندېښنې وړ دی.

ورځې وړاندې این سي او سي ویلي وؤ چې تر اوسه ګرد هیواد کې دکرونا په ضد 161,409,693 کسانو ته ویکسین لګول شوي دي.

د کروناد څار د ادارې مشر اؤ دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر تیره اوونۍ ویلي وؤ‌ چې هیواد کې دکرونا د نوې څپې نخښې څرګندې لیدل کیږي اؤ په خلکو یې غږ کړی ؤ چې ددې وایرس نه دځان خوندي ساتلو لپاره باید له احتیاطه کار واخلي.