نیب پارلیماني کمیټې ته دغبن دبود کړل شوؤ پیسو شمیره ښودلې ده

دپاکستان دقامي احتساب ادارې دچارواکو لخوا د پارليمان دمحاسبې کميټې ته ويل شوي چې تر اوسه د دوي ادارې په غبن اؤ بډو کې ککړو عناصرو نه ٧٦• ٥٤٤ اربه روپۍ د پلي بارګين يا عدالتونو دلارې او ٢٦ اربه روپۍ د رضاکارانه پروګرام دلاندې بود کړي دي.

دنيب لخوا پارليماني کميټې ته د وړاندې کړل شوؤ شميرو ترمخه دې کې تر ټولو کمې پیسې د ملکي سياستمدرانو نه اخستل شوي دي خو ددې په پرتله غبن او بډو کې ککړو بيورو کريټانو يا لوړ پوړو سرکاري چارواکو څخه ١٨ اربه اوتاجرانو څخه ٢٤ اربه روپو بود کړی شوي دي.

د پارليماني کميټې مشر رانا تنوير او غړو د نيب د چارواکو په دغه بريفنګ یا احوال بې باوري ښودلې او د احتساب ادارې ته یې دکميټۍ راتلونکې غونډه کې دسپيناوى کولو وینا کړې ده.

دمخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د پارليماني کميټۍ غړى شيخ روحيل اصغر وايي دا خبره دحيرانتيا وړ ده چې بډو رشتونو او غبن کې دککړتيا ثابتېدلو باوجود دنيب دپلي بارګين دلارې لويه شميره کې خوشې شوي چارواکى بيا هم په سرکاري څوکو ناست وي ځکه دوي د نيب نه سپيناوى غوښتی چې باید روښانه کړي چې دغو چارواکو سره معاملات په کوم ډول سر ته رسول شوي دي؟

د سپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور وايي د قانون د لاندې نيب ديو تورن تن یا ملزم سره روغه جوړه کولى شي خو د اولس منتخب پارليمان هم دا حق لري چې د نيب او ملزمانو ترمنځ د معاملاتو جاج واخلي چى په دې کى خپل ،پردى نه دى شوى او هر څه په روڼ ډول سر ته رسيدلي دي.

دقامى احتساب اداره د خپل جوړښت نه تر کال ٢٠٢١ پورى د ٨٢١ اربو روپو د بودولو دعوه کوي
خو د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت دې کې يوازي د ٦• ٤٥٨ اربو روپو بيرته قامي خزانې ته د تګ پخلى کوي