پاکستاني طالبانو سره مذاکرات،حکومت یې ۷۶بندیان خوشې کړي دي،سرچینې وایي

د پاکستان حکومتي اؤ دتحريک طالبان پاکستان سرچينې وايي څو ورځې وړاندې د طالبانو او دحکومت په ملاتړ د محسودو قبېلې د جرګې ترمېنځه خبرې شوي، چې په نتیجه کې يې د طالبانو ګڼ شمیر بندیان له بنده خوشې کړل شوي دي.

خو طالبانو او حکومت بیا نیغ په نېغه ددې خبرو اترو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو سرچينو وي او ای ډيوه ته ويلي څو ورځې وړاندې د تحريک طالبان پاکستان او د محسودو قبېلې د مشرانو دجرګې ترمنځ په افغانستان کي ليدل شوي دي،

سرچینې وایي چې دغه جرګه اوس بېرته پاکستان ته شوې ده او حکومتي سرچيني مني چې د جرګې وروسته تر اوياؤ زيات دطالبانو قيديان له بنده خوشې کړی شوي دي۔

دې مذاکراتو باندې نظر لرونکې خبريال افتحار فردوس وایي دوئ ته هم حکومتي او د طالبانو سرچينو د شپږ اوياؤ قيديانو دخوشې کولو تايد کړی دی،

"دا خبري د ختمېدو پس هم په څه نه څه ډول رواني وې، حقاني ډلې هم په دې کې خپل کردار لوبولې، او ښکاري داسې چې بل اوور بند اوشي او بيا د مزاکراتو تګ لاره وټاکل شي"

بلخوا دپاکستاني طالبانو يوې بلې سرچينې ډيوه ته وويل په خوشې شوؤ بنديانو کې هغه پينځه مهم غړي نه دي شامل د کومو د خوشې کولو چې دوي غوښتنه کوله،

سرچينې دعوه وکړه دا هغه قيديان خوشې کړل شوي کوم چې د پاکستان امنيتي ځواکونو ځان سره د بيا بحالۍ مرکز کې ساتلي وؤ،

دسرچینې په وینا طالبان ګڼې چې دا جرګه د ځايې کچې ده او دوئ غواړي چې په حکومتي کچه يا کوم بل هېواد کې رسمي مزاکرات پېل شي۔

د پاکستان مرکزي حکومت يا دخېبر پښتونخوا حکومت لا هم ددې مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي۔

څيړونکي او خبريال احسان ټېپو په ټويټر ليکلي د شپږ څلويښتو هغو طالب بندیانو نوملړ یا فهرست يې کتلی چې د بيا بحالۍ د مرکز نه خوشې کړل شوي دي، په دغې کې د سوات، ډي ایي خان،شمالي وزيرستان او د ځني نورو ضلعو بندیان شامل دي.

خبريال رفعت اورکزی وي او ای ډیوه ته وايي د طالبانو او حکومتي ملاتړي جرګې خبرې رواني دي، او د قيديانو د خوشې کولو خبرونه هم مخې ته راځي خو د حکومت او طالبانو ترمېنځه وړاندې هم څو ځله داسې مذاکرات شوي او بيا ناکامه شوي دي.

"دا ځل به کتل وي چې حکومت او طالبان په خپلو غوښتنو کې څومره نرمي راولي، ځکه چې کومې غوښتنې وړاندې شوې وې د هغې له امله مذاکرات ناکامه شوي وو"

دتحريک طالبان پاکستان او حکومتي جرګې ترمېنځ دمذاکراتو دا اطلاعات په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې د خالي په ورځ هم ټي ټي پي په پېښور کې دپوليسو په یوه تاڼه د لاسي بمي بريد ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

دې نه وړاندې تېر کال د دسمبر دمياشتې پیل کې د ټي ټي پي او دپاکستان دحکومت ترمينځه د يوې مياشت اور بند ختم شوی ؤ۔

د اوربند ختمې په مهال طالبانو دعوه کړي وه چې د دوي غوښتنې نه دي منل شوي او په دغسې حالاتو کې نور اور نه شي غځولی،

د اور بند ختميدو نه وروسته د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکو وويلي وؤ چې ټي ټي پي سره مذاکرات ختم شوي او په ضد يې جګړه روانه ده۔

د اور بند او دغه مذاکراتو مخالفت دپېښور ارمي پبلک سکول کې دوژل شوو ماشومانو والدینو کړی ؤ او د پاکستان پيپلز پارټۍ او نورو پښتنو ملت پاله ګوندونو هم پاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو سخت مخالفت کړی ؤ.