پاکستان وایي افریقا کې دپولیو وایرس دموندل شوې نمونې ذمه وار پاکستان نه شي ګرځول کیدای

د افريقا په ملاوي سيمه کې د پوليو د واېلډ نمونې دموندل کېدو يوه ورځ وروسته دپاکستان د صحت محکمې چارواکو ویلي چې دغلته دموندل شوي وایرس دنمونې ذمه وار پاکستان نه شي ګرځول کېدای.

د افريقا په ملاوي کې دموندل شوي وروستي واېروس نمونه هغې ته ورته ده چې پاکستان کې موندل شوی.

د صحت لپاره د پاکستان د وزير اعظم سلا کار ډاکتر فېصل سلطان وايي پاکستان کې د کال 2019م څخه د پوليو کومه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام قامي رابطه کار ډاکټر شهزاد ډيوه ته ویلي پاکستان به هله ګرم ؤ که چېرې دغه واېروس په کال 2019م کې څوک په افريقا کې اغېزمن کړي وؤ.

ښکاره دې وى چې په افريقا کې يوه درې کلنه جينۍ د پوليو په وایروس اخته موندل شوې او وېل کېږي چې دغه نمونه وایرس د پاکستان سره تړاو لري.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه ددې پخلې نه شي کېدای چې دا وایرس کله او څنګه د پاکستان څخه ملاوي افريقې ته رسېدلی دی.

دا په تېرو پينځوؤ کلونو کې لومړی ځل دی چې په افریقا کې د پوليو پېښه مخې ته راغلې ده. یاده سيمه په کال 2020م کې د پوليو یا ګوزن د واېرس څخه پاکه اعلان کړی شوې وه.

دا مهال پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني دوه هېوادونه دي چې اوس هم پکې د پوليو واېروس شتون لري.

وېل کېږي چې په افریقا ملاوى کې موندل شوې ددې وروستي پوليو واېروس بڼه هم هغې ته ورته ده چې پاکستان کې موندل شوې.

د صحت په چارو کې د پاکستان د وزير اعظم سلا کار ډاکټر فېصل سلطان ورځپاڼې ډان ته ویلي په ملاوي کې موندل شوي واېروس به لږ تر لږه هلته تر دريوؤ کلونو ګردش کولو، خو وايي ددې نمونې د کال 2019 راهسې په پاکستان کې بيا درک نه دی لګېدلی.

د پاکستان د پوليو ضد پروګرام قامي رابطه کار ډاکټر شهزاد ډيوه سره خبرو کې وايي په افريقا کې د موندل شوي واېرس دغه نمونه تر کال 2019م په پاکستان کې موجود وه او کېدای شي هغه مهال دا د ځان سره چا افريقا ته وړې وي.

دی وايي ددې واېرس افريقا ته په رسېدو کې نه خو د پاکستان کوم رول شته نه دا د پاکستان بې غوري ده.

هغه وايي پاکستان به هله ګرم ؤ که چېرې د وایرس دې نمونې په کال 2019م کې په افريقا کې څوک اغېزمن کړي وؤ. په پاکستان کې د تېر يو کال راهسې د پوليو هیڅ یوه پېښه نه ده رپورټ شوې.

په افريقا کې د پاکستاني بڼې د پوليو وایرس له هغې يوه ورځ وروسته موندل شوی چې درې ورځې وړاندې د بل اېنډ ملنډه ګېټس فاونډیشن شريک باني بل ګېټس هم د پاکستان لمړۍ سفر کړی.

هغه د پوليو ضد د پاکستان پروګرام د ډاډ وړ بللی ؤ.

دپاکستاني چارواکو ترمخه د کال 2020م پورې پاکستان کې د پوليو 84 پېښې ثبت شوې وې او له هغې مخکې کال 2019 کې دا شمېره 97 او د کال 2021 نه تراوسه پاکستان کې د پوليو يوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې د صحت د نړیوالې ادارې ډبليو اېچ او نېشنل پروفېشنلز افسر ډاکټر سرفراز اپريدی ډيوه ته وايي د افريقا چارواکو چې کومې نخښې ترلاسه کړي نو هغوي وايي چې د واېرس دا نمونه د کراچۍ سره تړاو لري.

دی وايي مونږ وار په وار د پوليو ضد کمپاینونه چلوؤ او ددې د نمونو کلکه څارنه هم کوؤ خو وايي خلک د نړۍ ګوټ ګوټ ته تګ راتګ کوي او کېدای شي چې دا چا د ځان سره افريقا ته وړې وي.

د پاکستان د پوليو پروګرام قامي رابطه کار ډاکټر شهزاد بيا وايي دا ویل سم نه دي چې ګنې په پاکستان کې د پوليو وايرس په بشپړ ډول ختم شوی دی .

ډیوه ته نوموړي ویلي ددې وایرس په بشپړ دول ختمولو لپاره به تر دريوؤ کلونو انتظار کول وي اؤ هرکله چې په دغه مهال کومه پېښه رپورټ نه شى نو بيا ویلی شو چې دلته نه د ګوزن وایرس په مکمله توګه ختم شو.

هغه وايي اوس د خېبر پښتونخوا د جنوبي سيمو په چاپیریال کې ددې واېرس موجوديت شته.دغه سيمو کې بنو، ډېره اسماعیل خان او د جنوبي وزیرستان سيمې شاملې دي.