رپوټ: پاکستان کې تېر کال د مذهب د سپکاوي 84 مقدمې درج شوې، 80 فیصده پنجاب کې

اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې د کال 2021 دوران د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوې دي.

رپورټ وايي همدا مهال د پنجاب په سيالکوټ کې د سریلنکلن وګړي پريانکه کماره په ګډون د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس درې کسان د عدالت پرته د پارېدلو خلکو له خوا وژل شوي هم دي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د مذهبي همغږۍ مشاور طاهر اشرفي دا رپورټ رد کړی او وایي د تحريک انصاف ګوند حکومت به د هېواد دننه د لږکيو د حقونو تحفظ باوري کوي.

د غېر دولتي سازمان سنټر فار سوشل جسټس اېګزګټيو ډایرېکټر پيټر جېکب د رپورټ جاري کولو په مهال ووېل په پاکستان کې دا وخت لږکي د يو شمېر ستونځو سره مخامخ دي.

هغه وايي د لږکيو په بابله د سترې محکمې په پرېکړو عمل نه کېدل او د هېواد دننه په سرکاري نوکريانو کې د لږکیو په ځانګړې کوټه عمل کول هغه ستونځې دي چې لږکي ورسره مخ دي.

د سنټر فار سوشل جسټس مشر پيټر جېکب ډيوه ته وايي د کال 1991 راهیسې په پاکستان کې نيزدې د 1949 کسانو پرخلاف د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي او دا شمېر نور هم زیاتېدی شي که حکومت خپلې شمېرې هم له دوى سره شريکې کړي.

د رپورټ ترمخه کال 2020 کې د شيعه مسلمانانو پرضد د پنجاب په چکوال او چنيوټ ښارونو کې د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیاتې 140 مقدمې درج کړی شوې دي. رپورټ وايي دغه سيمې د فرقه یيرو مذهبي ډلو مضبوط مرکز بلل کېږي.

د سماجي انصاف د مرکز په رپورټ کې د ورکړل شوي شمېر له مخې کال 2021 کې د پنجاب په شېخوپوره کې د مذهب د سپکاوي 13، لاهور کې 11 او په قصور کې 10 مقدمې درج شوي دي.

رپورټ وايي په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیاتې 80 سلنه پېښې هم په پنجاب ايالت کې مخې ته راغلې دي.

د سنټر فار سوشل جسټس ترمخه د کال 2021 پرمهال د مذهب د سپکاوي د تورونو ښکار شوو کسانو تړاو- چې شمېر یې 45 دی- د مسلمان عقيدې لرونکو سره دی او همدا ډول په دويم نمبر ددغو تورونو 25 احمديان هم نخښه ګرځېدلي دي.

په پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند عامر محبوب ډيوه ته وايي په پاکستان په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کېږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي.

هغه وايي د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 278 احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د مذهبي همغږۍ مشاور مولانا طاهر اشرفي د سنټر فار سوشل جسټس دا رپورټ رد کړی او ډيوه ته یې ویلي چې پاکستان کې د امریکا او یورپي هېوادونو څخه هم زيات د لږکیو حقونه خوندي دي.

هغه وايي د ده په اند دا رپورټ د حقيقت سره تړاو نه لري او ګومان کوي چې دا رپورټ د پاکستان په بغض کې جاري کړی شوی دی.

د غېر دولتي تنظيم ټولنيز انصاف د مرکز ترمخه کال 2021 کې يو ځل بيا په زور د لږکیو د مذهب بدلولو پېښې زياتې شوې دي. رپورټ وايي د کال 2020 په پرتله دې پېښو کې 80 سلنه اضافه ليدل شوې ده.

رپورټ وايي کال 2021 کې د هېواد دننه په جبر د لږکیو د مذهب بدلولو 78 پېښې رپورټ شوې دي. په دې کې 30 هندوې او 39 عيسوي جینکۍ شاملې دي. رپورټ کې رغلي په زور د مذهب بدل کړی شوو جنيکو کې د 33 فيصدي جنيکو عمرونه د 14 کلونو کم دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند اقليتي غړی جمشید تهامس- چې د اسمبلۍ د مذهبي همغږۍ د کمېټۍ غړيتوب هم لري- ډيوه سره خبرو کې د سنټر فار سوشل جسټس دا رپورټ په کلکه رد کړی او وايي په پاکستان کې په هر کچ لږکیو ته خپل قانوني، سماجي او تعليمي حقونه ترلاسه دي.

هغه وايي وزیر اعظم عمران خان د هېواد دننه د مذهبي اقليتونو د حقونو په اړه سنجيده دی او تر څو چې په زور د مذهب د بدلون د پېښو تعلق دی نو په دې اړه به ډېر زر په پارلیمان کې يو قانوني مسوده هم راوړي.

د سنټر فار سوشل جسټس ترمخه په زور د مذهب د بدلون 40 پېښې په سیند، 36 پېښې په پنجاب او يوه يوه پېښه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې ريکارډ شوې ده.