خېبرپښتونخوا کې د ښځود حقونو فعالې وايي، په صوبه کې د تندروۍ له امله د نړۍ د نورو ښځو پشان په ازاده توګه د اتم مارچ يا ښځو نړيواله ورځ نماځل ډېر ګران دي.
د پاکستان د نورو برخو په شان په خېبر پښتونخوا کې هم راغلي حکومتونو د ښځو د حقونو د تحفظ لپاره خصوصي او ځانګړي قوانین منظور کړي دي چې پکې د تشدد نه د تحفظ او نور ډېر قوانین شامل دي خود ښځو حقونو لپاره کارکونکي وايي دلته د ښځو د حقونو لپاره کار کول ګران شوي دي.
د ښځو د حقونو لپاره کار کونکيو تر مخه د هغوي د حقوقو پر ضد انتها پسندي سېوا شوې ده چې له وجې يې هره ورځ ښځو ته راپېښ چېلنجونه نور هم سېوا کيږي.
په خېبر پښتونخوا کې د تېرو 30 کالو راهسې د يوې غېر دولتي ادارې عورت فاونډېشن سره د ښځو سياسي او قانوني حقونو لپاره اواز پورته کوونکې د عورت فاونډېشن رېذېډېنټ ډاېرېکټر شبينه اياز وايي په خېبر پښتونخوا کې که د ښځو حقونو لپاره دوي یو قدم مخکې تلي دي نو دوه قدمه وروستو راغلي دي.
د ښځو د نړيوالې ورځې په موقع هم هغه وايي دوي یقين نه لري څوک به بهر راوځي او دغه ورځ به د نړۍ د نورو ښځو په شان په ازاده توګه ولمانځي.
وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، "اوس تاسو وګورئ اتم مارچ راروان دی خو مونږ دلته سوچ هم نه شو کولی چې مونږ بهر لاړ شو، سړک ته راوځو او د خپلو حقوقو لپاره غږ پورته کړو. اتم مارچ د ښځو ورځ ده کم از کم چې مونږ په دې ورځ بهر لاړ شو، دا بهر او په ازاده ولمانځو. زمونږ ورځ په ورځ دا سختيانې زياتيږي خو اوس بهر کار کول ډېر ګران دي."
يوه پخوانۍ ليکواله، خبرياله او د ښځو د حقونو لپاره فعاله صاېمه منير وايي څه د25 کلونو نه هغې د ښځو د حقونو په حقله په سياسي او ټولنيز سوچ کې بدلون نه دی ليدلی.
هغه وايي د ښځو د حقونو لپاره کار کونکيو ته ډېر چېلنجز دي او هر کال په اتم مارچ يعنې د ښځو د حقونو نړيوالې ورځې په موقع انتها پسندي او تند روي په انتها وي.
ښځو ته د راپېښو چېلنجونو په حقله صاېمه منير څه وايي چې، "هم هغه انتها پسندي ده چې کميږي نه، او هم دغسې روانه ده. تاسو ګورئ تېر څو کلونو راهسې هر ځل چې اتم مارچ راشي نو دلته د انتهاپسندۍ او بدتميزۍ يو طوفان راشي. دې نه تاسو اندازه لګولی شئ چې زمونږ چېلنجز څه دي. زمونږ چېلنج دا هم دی چې کله مونږ د ښځو په اړه خبره کوو نو زمونږ ټرولېنګ کيږي."
صاېمه منير وايي دلته کار کول نه پرون اسان وو او نه نن اسان دي. د خلکو، د سياسي ګوندونو او د حکومتي چارواکو په خويونو کې نن هم د ښځو پر ضدانتهاپسندي موجوده ده.
"تاسو دا وګورئ چې کله د ښځو لپاره کار يا خبره کوئ نو بيا ستاسو لپاره دلته ځای نشته. اخوا دېخوا نه درته ټېلي فونونه راځي، خبرې درته کيږي، درته وېلی کيږي چې دا خبرې مه کوئ او بيا چې څوک دا کار نه پرېږدي نو هغې پسې چې کومې کنځل او بده وېناکيږي په هغې تاسو زما نه ډېر خبر يې."
ځينې فعال بيا وايي، که يو لور ته د ښځو مدني فعالانو ته د ښځو د حقونو لپاره په خېبر پښتونخوا کې کار کول او د دې لپاره اواز پورته کول ورځ په ورځ ګرانيږي خو بل خوا ته د ښځو په حق کې قوانين هم جوړيږي.
د ښځينه فعالو په وېنا د دوی په کوششونو په خېبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد کېدونکی کورني تشدد مخ نيوي قانون، هغوي د کار په ځای کې د زورونو نه د تحفظ قانون، د وراثت حق يقيني کولو قانون او د اېنټي رېپ يا د جنسي تشدد پر ضد د مخ نيوي قوانين هم جوړ شوي دي.
خو دوي بيا وايي، د اظهار، د احتجاج او د غونډو کولو ازادي تر ډېره حده پورې محدود شوې او دغه ښځې د ښځو د عالمي ورځې په موقع خپلې غونډې هم محدوده ساتي او دا ځل هم دا په يو بېل انداز کې د کولو لپاره تيارۍ کوي.