دخېبر پښتونخوا د تجارت وزير عبدالکريم خان ويلي حکومت په قبايلي ضلعه کرمه کې افغانستان سره د دريوؤ نورو تجارتي لارو پرانستو پلان لري۔
ځايي سوداګر وایي د افغانستان سره د تجارت د پاره خرلاچي لاره د وړاندې نه پرانستل شوې خو ځايي خلکو ته ډيري ګټې په لاس نه ورځي ځکه چې زياتره پرې يوازې برامدات کيږي۔
د تجارت وزير عبدالکريم خان کرمې ضلعې ته دسفر په مهال ځايي خلکو ته ويلي د خرلاچۍ ترڅنګ به درې نورې لارې د افغانستان سره د تجارت د پاره پرانستل کيږي،
نوموړي وويل يوه لار د پاکستان وزيراعظم عمران خان څلورويشت ساعته پرانسته او دا نورې به د منتخب نماینده ګانو په ذريعه پرانستل کيږي.
"په کومو لارو چې امنيت په ځايې دی هغه به د افغانستان سره د تجارت د پاره پرانستل کيږي او دې سره تجارت وده ومومي"
ځايي خلکو ډيوه ته وويل قبايلي ضلعه کرمه د افغانستان درېوؤ بېلا بېلو ولایتونو سره پوله لري، په دغه پوله د خرلاچۍ لاره د وړاندې پرانستل شوې ده، ددې ترڅنګ تري مېنګل لار،بوړکۍ او شورکو لارې داسې دي چې د تجارت د پاره پرانستل کېدي شي،
دسیمې دخلکو په وینا دغو لارو باندې به په پوله د ازغن تار لګېدو نه وړاندې تجارت کيدو خو بيا د امنيت د خرابې وضعې او ازغن تار لګېدو له امله دغه لارې بندې کړی شوې،
په کرمه کې د سوداګرو د اتحاديې نایب صدر نذير احمد ډيوه ته وويل د افغانستان سره د تجارت د لارو د پرانستو هرکلی کوي خو دغې نه ځایي خلکو او سوداګرو ته کومه ډيره ګټه نه رسيږي،
نوموړي وويل په خرلاچي لاره د پاکستان سبزي، ميوې او نور ګڼ شمېر مالونه افغانستان ته وړل کيږي، خو بيا د افغانستان نه يوازې دکویلې یا سکرو راوړلو اجازت دی کوم چې ځايې خلکو او سوداګرو ته کومه ګټه نه رسوي۔
"یوازې کویله د افغانستان نه راوړل کيږي، دغه لویې سوداګر راوړي، ځايې خلک او سوداګر دغه لارو پرانستو نه ګټه نه شي پورته کولی تر څو چي د افغانستان نه هم د برامداتو اجازت نه وي ورکړل شوی"
د کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړي فخر زمان ډيوه ته وويل د افغانستان نه په برامداتو کوم بنديز نشته کوم څيز چي قانوني وي هغه راوړل کيدي شي،
نوموړي وويل د ځايي سوداګرو د پاره پولې ته نزدې د منډهۍ جوړول يې په پام کې دي او په هغې کار روان دی ، چې ورسره به د افغانستان سوداګر او د کرمې ځايي سوداګر هغه بازار ته د خرڅ د پاره سامانونه راوړي چې ورسره به دواړو خواؤ سوداګرو ته ګټه رسي او اسانۍ به پېدا کیږي۔
"په پوله د بازار جوړولو وړانديز مو کړی دی، د سيمي خلک به خپل پېدوار دغه بازار ته راوړي دلته به د افغانستان سوداګر هم راځي، او د دواړو خواؤ سوداګر به ترې ګټې پورته کوي"
د افغانستان سره دا وخت د چمن، غلام خان،خرلاچۍ،انګور اډې او تورخم لارې پرانستې دي، د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري لا اوس هم تړلې پرتي دي،
په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر اف کامرس مشرانو ويلي د دواړو هېوادونو دتجارت کچه په نزديو کې د يو بيلېن ډالره نه هم راکمه شوې ده،
وړاندي دا کچه د پينځوؤ بيلینو ډالرو پورې ؤ خو بيا د پولو تړل کیدو، د افغانستان دبېنکي نظام دبندیزونو سره دمخ کیدو او نورو ګڼ شمېر وجوهاتو له امله د تجارت دغه کچه راکمه شوې ده،