څېړونکي اؤ مخالف ګوندونه وایي موجوده حالاتو کې دسپیکر اسد قیصر رول متنازعه شوی دی

څيړونکي او د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو غړي وایي دقامي اسمبلۍ د سپيکر کردار په موجوده وخت کې متنازعه شوی دی او د ایيني اختياراتو سره سم بې پلوه نه دی پاتې۔

د قامي اسمبلۍ سپيکر څو ورځې وړاندې ويلي وؤ خپلې ذمه وارۍ د قانون او ایين سره سمې تر سره کوي۔

په اسلام اباد کې خبريال اعزاز سيد په خپل ټويټر ليکلي د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر ورته ويلي چې دقامي اسمبلۍ غونډه به را وغواړي خو بیا ایین دا واک ورکړی چې ترڅومره وخته وغواړي د قامي اسمبلۍ رابللی غونډه ځنډولی شي.

د اعزاز سید په وینا سپیکر ورته ویلي چې هغه ته دغونډې دځنډولو واک قانون ورکړی اؤ دسپیکر واک هیڅوک نه شي چیلنج کولی.

د قامي اسمبلۍ پخواني ډپټي سپيکر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي فېصل کريم کنډي ډيوه ته وويل د پاکستان د ایين ترمخه سپيکر به بې پلوه وي او د ټول پارليمان به يو شان مشري کوي، خو موجوده سپيکر د خپل ګوند پاکستان تحريک انصاف په ښکاره ملګرتيا کوي، او غواړي چې د بې باورۍ په تحریک د رایې اچولو پروسه کې خنډان راولاړکړي.

"د سپيکر چوکۍ بې پلوه وي، خو موجوده سپيکر د خپل ګوند ملګرتيا کوي، که د عدم اعتماد ووټ په لار کې خنډان رامينځ ته کوي نو دده په ضد به هم د عدم اعتماد تحريک راوړل شي"

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وخت په وخت د وزير اعظم عمران خان ، وفاقي وزيرانو او مشيرانو سره وخت په وخت په داسې حال کې لیدنې کوي چې د اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد دباورۍ تحریک دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ کې جمع کړی اؤ هیله ښودل کیږي چې په دې تحریک به د روانې میاشتې په ۲۷مه رایې ورکړل شي.

سیاستمدار او څيړونکي افراسياب خټک په ټوېټر ليکلي اسد قېصر په مشکل کې دی، د قامي اسمبلۍ سپيکر چې څنګه رول لوبوي دا داسې نه شي چلېدلې او د پاکستان سپريم کورټ پکې مداخلت کولی شي۔

په اسلام اباد کې میشت خبريال عبدالله مومند وايي وړاندې وختونو کې د بې باورۍ په تحریک رایو اچولو کې د سپيکر کردار بې پلوه پاتې شوی دی خو دموجوده سپیکر رول ته په کتلو سره په اسانه ویل کیدای شي چې سپيکر د ټول پارليمان نه بلکې د پاکستان تحريک انصاف استازیتوب کوي.

"په تيرو دريوو کالو کې مونږ د اسمبلۍ داجلاسونو په دوران کې کتلي چې اسد قېصر بې پلوه نه دې او د خپل ګوند نمائندګي کوي"

سپیکر اسد قېصر څو ورځې وړاندې پاکستاني ميډيا ته وويلي وؤ چې دی په موجوده حالاتو کې ماهرينو سره په رابطه کې دی، او دا يو خبره په ډاګه کول غواړي چې څه کوي د ایين او قانون سره سم به يې کوي

" زه په دې هيڅ غرض نه لرم چي مخالفه ګوندونه او يا حکومتي ګوند څه کوي"

څيړونکي او د مخالف, ګوندونو غړې وایي موجوده د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د ایين له مخې نه شي کولی چي داسمبلۍ اجلاس رابلل شوې غونډه وځونډوي، سپيکر د بې باورۍ د تحريک جمع کیدو سره سم په ټاکل شوؤ ورځو کې د اجلاس راغوښتو پابند دی او که اسد قېصر داسې ونه کړي موجوده سياسي بحران به نور هم زيات شي۔