په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي په افغانستان کې د جنيکود تعليم نه منع کول د دوي بنيادي بشري حقونو نه محرومه کول دي، په پاکستان کې مېشت زده کونکي، کډوال او د کډوالو مشران وايي بايد چې طالبان د جينکو په تعليم لګول شوي بنديزونه زر تر زره پورته کړي.
د مارچ په 23 نېټه په افغانستان کې طالبانو جينکو ته د شپږم نه تر دولسم جماعت د زده کړو اجازه ورکړې خو څو ساعته وروسته د طالبانو په امر بيا دوی بيرته کورونو ته استول شوې او تعليمې ادارې د دوی دپاره بندې کړی شوې وې.
مهراب خان د افغانستان د کونړ سيمي اوسيدونکی دی، وايي په پاکستان کې يې نزدې 43 کاله شوي دي، څلور بچي يې دي چې درې يې پکې لوڼه دي، مهراب خان وويل لوڼه يې تعليم ترلاسه کوي او په افغانستان کې د جينکو سکولونو تړلو باندې ډېر خفه شوی دی.
"زما خپلې لوڼه سبق وايي پاکستان کې، که دلته پاتې شو د ډاکټرې او معلم يا بل کوم هيڅ باندې به د خلکو خدمت کوي او که افغانستان ته واپس شو نو د هغه ځايې د خلکو خدمت به کوي، بايد چې د هغه ځايې جينکو ته هم د تعليم حق ورکړل شي".
طالبانو د تېر اګست په 15 د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وو، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې.
د طالبانو د واکمنۍ څه دباندې اووه میاشتو تېرېدو وروسته هم تر اوسه کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت ندې پیژندلی.
د نړيوالې ټولنې د طالبانو څخه دا يوه مهمه غوښتنه ده چې جينکو او مېرمنو ته دې د تعليم ترلاسه کولو او د کار کولو اجازه ورکړي.
په پېښور پوهنتون کې يو افغان زدکونکي محمد ځدران ډيوه ته وويل تعليم ترلاسه کول د انسان بنيادي بشري حق دي، او په دې بنديز لګول د غندنې وړ ده.
"دا يو غېر انساني عمل دی، تعليم ښکلا ده، هغه پخوانی بد رنګ شکل مونږ نه غواړو ، مونږ غواړو چې نوی نسل د نړۍ سره په زغل کې سيالي وکړي".
په خېبر پښتونخوا کې د کډوالو د شورا پخواني مشر صدر محمد ګل وايي د سکولونو بنديدو باندې زدکونکي او استاذان ډېر خفه دي او بايد چې دلته په تعليم بنديز ونه لګول شي.
" د امارت اسلامي نه خواهش کوي چې د جينکو تعليم بند نه کړی شي، دوي نه به معلمه، ډاکټره او انجينيره جوړيږي، او د دوي ضرورت د افغانستان په ټولنه کې ډېر زيات دی".
په 23 مارچ د طالبانو حکومت يو چارواکي احمد ياسر په ټويټر ليکلي جينکو د کلاسونو د ځنډېدو وجه «د شریعت او افغاني دود او کلتور مطابق»تګ لارې جوړول یاد کړي دي:
"کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع تګ لاره جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه تعليمي ادارو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي.
په 24 مارچ د امریکې، برتانیې، کېنېډا، فرانس، اټلي او ناروی د بهرنيو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دغه پرېکړه غندلې چې د جينکو دپاره یې سکولونه/ ښوونځي تړلي او د طالبانو نه يې غوښتي چې خپله پرېکړه بيرته واخلي او سکولونه پرانيزي.