دبې باورۍ دتحریک په مهال پارلیمان نه بهر دسیاسي قوت مظاهره ترشا څه مقاصد لري؟

د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف او د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد سياسي کارکنان د پاکستان سر ښار اسلام اباد ته سياسي جلسو لپاره روان شوي دي.

سياسي څيړونکي وايي د پاکستان په سياسي تاريخ کې پارليمان کې دننه کېدونکي د بې باورۍ دتحریک د لارې دوه ځله د وزيراعظم لرې کولو او د حکومتونو ختمولو هڅې شوي او ناکامه شوي دي خو هم په دغه ورځ د سياسي زور او اثر ښودلو لپاره د سياسي جلسو کولو روایت نوی دی.

د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګې استاد پروفېسر ډاکټر عبدالروف ددې خبرې څه داسې وضاحت کوي" د پاکستان په تاريخ کې دا موقعه د خپل نوعيت حوالې سره ډېره عجيبه ده، او ددې نه وړاندې داسې نه دي شوي. په هغې کې د بې باورۍ د تحريک ناکامه کولو لپاره زور هم استعمال شوی دی"

خو يو سياست مدار او پخوانی استاد ډاکټر سرفراز خان وايي دغه رقم سياسي جلسې د فاشسټي سوچ لرونکي سياستمدارانو او حکمرانانو يو خاصيت پاتې دی.
هغه وايي"دا يوه عامه فاشسټ طريقه ده، چې خلک راغونډ کړه او د خلکو کورونو ته يې ولېږه او يا هغلته جلسه راجوړه کړه چې خلک تېر نه شي. دا خبرې د فسطائيت ذهنيت په ډاګه کوي. او دا په تېرو وختونو کې مونږ په نورو ملکونو کې هم ليدلي دي او دلته يې هم وينو چې يو سړی مشهور هم وي او هم د فسطائيت واله وي"

د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګۍ يو بل استاد پروفېسر سلمان بنګش وايي د څه بهرنیو او کورنیو وجوهاتو له کبله پاکستان کې سياسي استحکام يو خوب دی. په اسلام اباد کې چې دا څه روان دي دا په وړومبي ځل کيږي او ددې نتيجه څه هم کېدای شي. ددې زيان به اخر کې هم ولس او جمهوري نظام ته وي.

هغه وايي"که مونږ د کال ۱۹۴۷ نه تر اوسه وګورو نو نو يو څيز ډېر ښکاره دی چې پاکستان کې سياسي پوهه او شعور ډېر لږ دی. د پاکستان اولس ډېر جذباتي دی او هم د دوي د جذباتو سره لوبې کيږي. هم دا وجه ده چې څه مخصوص خلک په حکومت او څه په اپوزيشن کې ناست وي او د ډېر وخت نه حکومت کوي.

"د دې نه علاوه د څه دننيو او بهرنيو عواملو او وجوهاتو له کبله پاکستان کې سياسي استحکام يو خوب دی. هم دې تاريخي تسلسل کې د نن ورځې سياسي کشمکش چې په اسلام اباد کې روان دی يو نوی څيز دی او نتيجه يې څه هم کېدای شي. حکومت او مخالف ګوندونه دواړه د ولس د جذباتو سره لوبې کوي او نقصان به يې په اخر کې هم ولس او جمهوري نظام ته وي. "

خبريال او څيړونکی ذوالفقار علي په دې صورتحال وايي حکومت مخالف ګوندونه چې په حکومت کې نه وي هغوي خو احتجاج کوي خو چې کوم ګوند په حکومت کې وي د هغې لخوا دداسې ولسي طاقت ښودلو يا جلسې کولو مقصد د پارليمان نه بهر قوتونو ته يو خبرداری او پېغام ورکول دي.

هغه وايي"حکومتي ګوند چې داسې قسمه ګامونه اخلي نو د دې لویې مقصد دا دی چې د پارلېمان نه بهر کوم قوتونه دي چې په عامه ژبه کې ورته اسټېبلشمنټ ویل کیږي، هغوي ته دا پېغام ورکول دي چې که چا د حکومت پر ضد د مخالفو ګوندونو سره مرسته وکړه يا يې څه بل ګام پورته کړو نو دا هغوي ته يو قسم له خبرداری دی"

بل خوا په اسلام اباد کې ددغو جلسو په هکله د صحافيانو تنظیمونو او د پاکستان د بشري حقونو تنظيمونو ټولو سياسي ګوندونو ته ددغه جلسو ځنډولو خواست کړی دی. ځکه چې دوئ وېره لري چې د پارليمان د ناستې نه وړاندې دا قسمه د مخالف ګوندونو جلسې به سياسي مخالفت کې نور هم شدت راولي.

د پاکستان هيومن رایټس کمېشن يا اېچ ار سي پي د يو مطبوعاتي اعلامیې د لارې وېره څرکنده کړې چې د دغه دمخالفو سياسي ګوندونو کارکنان يو بل سره پرتشدد جنګ جګړه کولی شي او دا هر څه د جمهوري او سياسي عمل لپاره زيانمن دي.