اېچ ار ډبليو: پاکستان د اييني کودتا د ګواښ سره مخ دی

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رايټس واچ [اېچ ار ډبليو] ويلي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ (درېم اپرېل) د بې باورۍ ووټ ته د مخامخ کېدو په ځای اسمبلي ماته کړې ده چې له امله يې پاکستاني وګړي د خپلې خوښې د حکومت جوړولو د حق څخه محرومه شوي دي.

په (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفه ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او دغه مسله يې سپريم کورټ ته وړلې ده.

اېچ ار ډبليو ويلي، دغه عمل يا حرکت په پاکستان کې اييني بحران رامنځته کړی دی. د پاکستان د ايين ترمخه که وزيراعظم اکثريت د لاسه ورکړي او پرضد يې په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې شي، د عمران خان ګوند د درېم اپرېل نه دغه اکثریت د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې قانون پوهانو، جرنلسټانو او مدني ټولنې د عمران خان دغه عمل غندلی او په جمهوریت برید يې ورته ويلي دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر حمزه بنګش وايي، که دغه د خط او سازش خبره رښتيا وی نو پکار ده چې د هغې څېړنه شوی وی او رښتیا به په ډاګه شوی وی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دلته غېر اييني کار شوی دی، او د قومي اسمبلۍ د ممبرانو سره غېر قانونه، غېر اييني او غېر انساني کار کيږي نو په پاکستان کې به د عامو خلکو څه حال وي.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې دا اوسني حالات ډېر ويرونکي دي، ځکه نړيوالې ادارې بيا په پاکستان پوښتنې را ولاړوي چې په پاکستان کې غېر اييني او غېر قانونه، غېر انساني کارونه کيږي.

اېچ ار ډبليو ويلي، دغه مسله چې سپريم کورټ ته وړل شوې په پاکستان کې يواځې سپريم کورټ اييني اداره چې په دغه اړه به پرېکړه کوي.

د بشري حقونو د څار د ادارې ترمخه، د عدم اعتماد د تحریک نه وړاندې حالات خراب شوي، د تحریک انصاف حکومتي وزیرانو د خودکش ګواښونه کول، او د عمران خان د ګوند د پارلیمان يو غړي ګواښ کړی وو چې د مخالفه ګوندونو ټول غړي ويشتل غواړي.

اېچ ار ډبليو ويلي، حکومت چې د تشدد او غدارۍ د تورونو ګواښونه کړي، دا د ايين سرغړونه او د ډکټېټرشپ يا امریت نخښې دي، کوم څه چې وړاندې پاکستان زغملي او بيا د دغه تجربې نه تېر نه شي.

قانون پوهه وکیل طارق افغان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، نړیوال تنظیمونه که د بشري حقونو تنظميونه دي، او که ټرانسپرنسي انټرنېشنل دی، چې هغه د بډو رشوتونو او انساني حقونو خبره کوي، او نن که دغه تنظميونه د پاکستان د بحران خبره کوي نو ويره څرګندوي، چې د دې بحران له امله معاشي او انساني بحران او ګراني جوړیږي او اثرات يې د عامو خلکو په ژوند وي.

عمران خان تور لګولی پرضد يې بهرنی سازش شوی او د امریکا نوم يې اخستی، او زياته کړې يې ده، چې د بهرني سازش لاندې اپوزيشن د هغه پرضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی دی.

امریکا دغه تور رد کړی او مخالفه ګوندونو غوښتنه کړې چې بهرنی سازش دې ښکاره کړی شي.

مخالفه ګوندونو د پاکستان د پوځ نه هم غوښتنه کړې چې دغه سازش ښکاره کړي، د کوم سازش د خط په اړه چې دعوه کیږي، چې د ملي امنيت په شورا/ نيشنل سيکيورټي کونسل کې پرې بحث شوی دی.