دپاکستان پخوانی وزیراعظم راجه پرویز اشرف دقامي اسمبلۍ نوی اسپیکر وټاکل شو

Raja Pervez Ashraf

د پيپلز ګوند سره تړاؤ لرونکی دپاکستان پخوانی وزیراعظم راجه پرويز اشرف بې له مخالفته د قامي اسمبلى نوى اسپيکر غوره کړل شوى دى او هغه د تحريک انصاف ګوند د غړو د استعفاګانو د جاج اخستو پريکړه کړې ده.

له دې وړاندې دتحريک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي دقامي اسمبلۍ پخواني ډپټي سپېکر قاسم سوري د ګوند د١٢٣ غړو د استعفاګانو د منظورولو اعلان کړى ؤ.

بل اړخ ته د هيواد تر ټولو لویې صوبى پنجاب کې د نوى اعلا وزير د انتخاب لپاره رابلل شوې د صوبايي اسمبلۍ غونډه کې د تحريک انصاف او مسلم ليګ نواز ګوند دغړو ترمنځ جګړه شوې ده او د تحريک انصاف ګوند نه مرور ډپټي اسپيکر دوست مزاري باندې تشدد شوى دى.

مسلم ليګ نواز ګوند او تحريک انصاف دواړو خواؤ په یو بل د غير قانوني ګامونو او اړي ګړي جوړولو تورونه لګولي دي.

له دې وړاندې دقامي اسمبلۍ غونډه کې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند لخوا وړاندې کړل شوي قرارداد کې پنجاب اسمبلى کې د رامنځته شوې اړي ګړي پېښه غندل شوې ده.

دقامي اسمبلۍ په غونډه کې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند غړي اياز صادق اود جميت علماء اسلام ف ډلې غړي اسد محمود د پي ټي ایي د غړو د استعفاګانو معامله راپورته کړه او دوئ د اسپيکر څخه غوښتنه وکړه چې د تحريک انصاف د غړو استعفا باندى دې د قانون او ملکي دستور لاندې عمل وکړى شي

په دې موقعه نوي منتخب سېپيکر راجه پرويز اشرف د خپل يو رولنګ يا حکم دلارې دتحريک انصاف د غړو د استعفاګانو دجاج اخستو پريکړه وکړه.

پنجاب اسمبلۍ کې د تشدد په پيښو خپل غبرګون کې د تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر او پخواني وزير فواد چودهري ويلى پاکستان د سويليين بدامنۍ په خوله کې پروت دى.

دا په داسې حال کې ده چې دپخواني وزیراعظم عمران خان د بې باورى تدحريک د لا رې د وزير اعظم د څوکۍ نه دلـرې کيدو په ضد دهغه تحریک انصاف ګوند ګرد هېواد کې احتجاجونه کوي او په دې ترڅ کې نن کراچۍ کې لويه جلسه کيدونکې ده