په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د تور نه اغېزمنې شوې کورنۍ وايي د مذهب دسپیکاوي په تور د وژل شوي سرلنکن وګړي دقضیې فېصله زر مخې راتلل د خوشالۍ خبره ده او داسې قضیو کې چې فېصلې څومره زر کيږي هم دومره به دداسې پېښو مخه نيول کيږي.
خو ځنې بیا وايي چې د دوي دکېسونو د اوریدنې موده ډيره اوږده شي چې د دوئ د اذيت او د تاوان سبب ګرځي۔
پينځه کاله وړاندې د خېبر پښتونخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان پلار اقبال لاله وايي دسریلنکن وګړي پريانتا کمارا د وژنې په کېس فېصله زر کيدل به د يو مشال کردار ولوبوي او په راتلونکي کې به دداسې پېښو فېصلې په سمدستي توګه کولو د پاره لاره هواره شي.
نوموړي وويل دغسې پريکړو سره به د عام ولس د انصاف په نظام باور پېدا شي او نړۍ ته به د پاکستان يوه روښانه څېره وړاندې شي.
"که د پريانتا کمارا سره دا انصاف مخکې په هایکورټ او سپريم کورټ کې هم وشو نو يو عمل به روان شي او د رياست يوه عملداري به راوړاندي شي، د پريانتا کمارا د کېس فېصله چې په کومې تيزۍ سره راغله دا د لارې يو مشال دی، د هغه ټولو مظلومانو د پاره چې وهلی ټکولی شوي دي او فېصلې ېې نه راځي نو دا هغې د پاره ښه شګون دی"
پنځه کاله وړاندې په عبدالولی خان پوهنتون مردان کې د جرنلزم د څانګې طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی ؤ او د هغوئ وکیلان وایي نن هم په تشدد د وژل شوي مشال خان دقضیې اوریدنه په سپریم کورټ د ځنډ ښکار ده۔
دغسې په کال ۲۰۲۰م کې د چارسدې يو اوسيدونکي باندې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ؤ بيا خلک دپوليس دتاڼې نه تاؤ شوي وؤ او د هغه په ضد پولیسو د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې وه۔
دمذهب په سپکاوي ددغه تورن تن زوئ افسر خان ډيوه ته وويل لس مياشتې وشوې چې عدالت کې يې د کېس اوريدنه شروع شوي خو تراوسه پکې دوه تاريخونه شوي او په هغې کې هم مخالفه وکيل نه ؤ راغلی اؤ نه پکې څه قسمه جرحه شوې ده۔
افسر علي وويل د داسې کورنیو د پاره چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګېدلی وي ژوند د ډيرو کړاؤنو سره مخ دي او بيا دوي د غريبې کورنۍ سره تعلق لري او د وکيل او تاڼو خرچې هم نه شي برداشت کولی.
"د وکيل فيس د پاره مو د وراندارا خور د غوږونو والۍ خرڅې کړې، وکيل فيس غواړي او مونږ دومره مالي توان نه لرو چې د هغۀ د فيس پېسې ورکړو"
پاکستان کې څيړونکي وايي د مذهب د سپکاوي تورونه اکثر له د ذاتي شخړو پسر هم لګول کيږي، او د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ويلي وو، "په يو تن د مذهب د سپکاوي، دقران د سپکاوي او توهين رسالت تور لګول او بيا پرې تشدد کول، غېر شرعي، غېر انساني او اسلامي عمل اؤ داسلامي اصولو نه انحراف دی"
د اسلامي نظرياتي کونسل ترمخه د عدالتونو نه د توهين رسالت حقيقي مجرمانو او د قانون په لاس کې اخستونکو ته د سزا نه ورکول، يا په دې کې ډېر زيات ځنډ راوستل، د ولسي غبرګون او قانون په لاس کې اخستو او د تشدد پله دتګ سوب جوړيږي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کال 2021 کې په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړوند خپور کړي رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي دي.
څيړونکي وايي پاکستان کې مذهب د سپکاوي په نوم وژنې اوس هم روانې دي چې مذهبي عدم برداشت څرګندوي