عرب امارات کې افغان سوداګر هیله من دي چې په افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه به ختم کړی شي

دوبۍ ـــ متحده عرب اماراتو کې مېشت افغان سوداګرو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ويسټ سره ناسته کړې او ورته یې افغان سوداګرو ته د ور پېښو ستونځو په هکله معلومات ورکړي چې څنګه د نړیوالو مالي مرستو نشتوالي د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی او د افغانستان د بهرنۍ شتمنۍ د کنګل کېدو له امله د افغان سوداګرو ستونځو سېوا شوې دي.

افغان سوداګرو چې پکې د شخصي بېنکونو مالکانو په شمول په نړیوال بېنک کې د افغانستان لپاره ټاکلي نماینده هم ګدون کړی د افغانستان لپاره د امریکې استازي ته وویل چې د افغانستان مالي وسایل دې بیرته پرانیستل شي ځکه چې افغان ولس او سوداګر په ځانګړې توګه دې بندیزونو اغزمن کړي دي.

په عرب امارات کې د افغان سوداګرو د شورا مشر عبیدالله صدرخېل وي او اې ډيوه ته وویل چې د امریکا استازي سره د طالبانو حکومت راتلو وروسته د افغان سوداګرو لومړۍ ناسته ده. وايي تامس ویسټ د افغان سوداګرو د ستونځو نه خبر کړی شو چې څنګه په بېنکونو لګېدلو بندیزونو دا سوداګر اغزمن کړي دي .

افغان سوداګرو د طالبانو د حکومت او بهر مېشتو افغان سیاستوالو تر منځ د روغې جوړې په خبرو کولو هم ټینګار وکړ او تامس ویسټ ته یې وویل چې عرب اماراتو کې سوداګر کولای شي چې طالبان د دوی سره خبرو ته راضي کړي.

عبیدالله صدرخېل زیاته کړه چې عربي اماراتو کې افغان سوداګر کولای شي چې بین الافغاني خبرو او مجلسونو جوړولو ته زمینه برابره کړي .

د امریکا له خوا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي تامس ويسټ افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د بېنکونو په هکله د دوی د ستونځو د لرې کولو لپاره به ګامونه اخلي. تامس ویسټ د افغان سوداګرو له خوا په افغانستان کې د روغې جوړې او دايمي سولې لپاره د وړاندیز ستاينه وکړه او ویې ویل چې عرب امارات کې مېشت افغان سوداګر د افغانستان امن او اقتصاد ښه کولو کې کردار لوبولی شي .

یاده دې وي چې کله د افغانستان واک اختیار طالبانو تر لاسه کړو نو يو شمېر سوداګرو خپلې دندې بندې کړې او نړیوالو بېنکونو پېسې ورکول وځنډول، چې له وروسته افغانستان کې غټ اقتصادی ناورین سر پورته کړو.

امریکا هم د افغانستان شته مالي وسايلو باندې بندیز لګولی. د نړیوالو بندیزونو لکبله د افغانستان شخصي بېنکونه هم پېسې نه لري چې له وجې یې په افغانستان کې سوداګري د نشت برابر ته پریوتې ده.

افغان سوداګرو تېره میاشت په عرب اماراتو کې د طالبانو د حکومت چارواکو سره هم کتلي او ورته یې افغان سوداګرو ته د ورپېښو ستونځو په هکله خبرې کړې وې.

افغان سوداګر غواړي چې نړیوال هیوادنه دې د افغانستان د نوي حکومت سره خبرې وکړي چې زر تر زره د افغانستان اقتصادي ودې لپاره ګامونه واخیستل شي او افغان سوداګر هم د نور تاوان نه بچ پاتې شي.