چارواکي: خېبرپښتونخوا کې په غرونو لګېدلي زياتره اورونه مړه کړی شوي

په سوات کېد ژغورنې ادارې کار کوونکي په ځنګل لګېدلی اور مړ کوي

د خېبرپښتونخوا د څو ضلعو په غرونو/ ځنګلونو د لګيدلي اور په اړه چارواکي وايي، په زياترو علاقو کې لګيدلي اورونه مړه کړی شوي خو په سوات او شانګله کې په ځينو ځايونو کې نن هم د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو ضلعو چې پکې بونير، شانګله، سوات، دير، مومند، تورغر او اېبټ اباد شاملې دي، پکې د تیرو څو ورځو راهسې اورونه لګيدلي وو، د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] چاوراکي وايي، د نورو ادارو او ځايي خلکو په مرسته زياتره اورونه مړه کړي شوي دي.

خو د شانګلې ضلعې د ژغورنې ادارې وياند رسول خان وايي، دوه ورځې وړاندې د خالي/ شنبې په ورځ [4 جون] په چکېسر تحصيل کې لګېدلی اور يو کور ته رسېدلی، درې ښځې او يو سړی پکې سوځيدلي او مړه شوي وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ضلعې په نورو برخو کې لګيدلي اورونه مړه کړی شوي، خو نن د ګل/ دوشنبې په سهار [6 جون] هم په الپورۍ کې اور لګېدلي، رېسکيو، نورې ادارې او ورسره ځايي خلک هڅې کوي چې دغه اور مړ کړي.

په سوات کې د لګيدلي اور په اړه د ضلعې د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] مشر شير دل خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د زيارت د ورځې نه چې په سوات کې کوم اورونه لګيدلي، په هغو کې هم زياتره مړه کړی شوي، خو نن د بونېر سره لګېدلي ايلم او مرغزار پله د اسلامپور په غرونو کې د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي دي.

هغه وويل، دوی د ځايي خلکو، پوليس او سېول ډيفنس ادارې په مرسته د اور په قابو کولو بوخت دي.

د چارواکو په وېنا د خېبرپښتونخوا په غرونو دا اورونه لګېده د تېرې میاشتې راهسې پېل شوې، او د تيرې اوونۍ راهسې په دې کې زیاتوالی راغلی دی، په بونير کې تر ټولو غټ غر ايلم چې يو مخ يې د سوات سره لګېدلي، د ژغورنې اداره وايي دغه اور هم مړ کړی شوی دی، دغه رنګ په تورغر، مومندو او دير کې هم د اور لګېدو مړه کولو ويل شوي دي.

د اېبټ اباد ضلعې د ژغورنې ادارې مشر عمران خان وايي، د تېر اپرېل او مې د میاشتو راهسې دوی ته په ټوله ضلع کې په ځنګلونو د اور لګېدو 139 مالومات ترلاسه شي او دوی دغه اورونه مړه کړي دي.

دا چې اورونه څنګه لګي او څومره تاوان اړوي، په اړه يې د پېښور پوهنتون د انوايرمنټل ساينس څانګې مشر ډاکټر پروفېسر محمد نفيس وايي، په ځنګلونو د اور لګېدو درې غټ علتونه وي، يو خو خلک د وښو دپاره اور ولګوي چې غرونه ښه واښه وکړي، خو دغه اور بيا خور شي، دوېم دا چې حادثاتي اور ولګوي لکه د سېلانيانو نه اور ولګوي او درېم دا چې خلک يې قصدا ولګوي، د هغې بيا نور علتونه وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د اور د اغېزو په اړه نوموړي وویل، يو خو د دې نه ځنګلي زنده سرو ته ډېر تاوان واوړي، دوېم ځنګلونه تباه شي کومه مسله چې د وړاندې نه پاکستان ته ورپېښه ده او درېم په ماحول يې ډېر بد اثر وي الودګي سېوا شي.

هغه وويل پکار ده چې يو خو د اور د تاوان په اړه په عامو خلکو کې د پوهاوي دپاره کمپاينې وشي، دوېم دا چې د دې دپاره کوټلې قانون سازي وشي خلک منع کړی شي او درېم دا چې په حکومتي کچه يو پلان موجود وي که اور لګي چې په سمدستي ډول د مړه کولو دپاره يې ګامونه پورته کولی شي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان په سوات او صوبې په نورو ضلعو کې په غرونو د لګېدلو اورونو نوټس اخستی او اړونده ادارو او چارواکو ته يې د پېښو د پلټنو حکم کړی دی.

دا چې اور ځنګلونو ته څومره تاوان اړولی، وي او اې ډیوه په دغه اړوند د ځنګلاتو وزير او نورو چارواکو سره د تماس هڅه کړې، خو دوی ځواب نه دی کړی.

خو وزیراعلا ويلي، چې څوک هم د اور په لګولو کې ککړ مالوم شو پرضد به يې سخت قانوني چلند کولی شي.

بل لور ته وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د افتونو په وخت د انتظام مرکزي ادارې [اېن ډي اېم اې] په خواست يې دوه هيلي کاپټرې ورکړي چې په سوات او نورو سيمو کې په ځنګلونو د اور مړ کولو په لړ کې د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] او نورو ادارو سره مرسته وکړي.

په وروستيو کې چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا ترمنځ د کېسې په غره/ کوه سلېمان شيراني ضلعې پله د زنغوزې یا چلغوزې په ځنګل اور لګېدلی او د څو ورځو پورې دغه اور بلېدو، د اړونده ادارو سره پاکستانۍ هيلي کاپټرې هم د اور مړولو دپاره کارول شوې خو بيا د ايران څخه د اور مړه کولو دپاره ځانګړې الوتکه راغوښتی شوې او دغه اور مړ کړی شوی وو.