مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ته باور ورکړی چې هغه به د چين پاکستان داقتصادي راهدارۍ لاندې د لګول شوو بجلۍ پېدا کوونکو پلانټونو نه په سرمایه کارۍ د منافعې په شرحه کې د کمي او یا د قرضو د اداېګيانو د بيا شيډول کیدو په ترڅ کې د رعاېتونو د ترلاسه کولو هڅه کوي.
ورځپاڼه اېکسپریس ټريبيون ليکي پروسکال د جون میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت هم د 400 ميلېنه ډالرو د پور ترلاسه کولو لپاره نړیوال بېنک سره داسې يوه لوظنامه کړې وه خو هغه وخت چينايي قیادت ددې د منلو نه سکوټ انکار کړی ؤ.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي باید چې په دې اړه د چين د حکومت سره خبرې وشي ولې چې د سي پېک راهدارۍ د منصوبې لاندې په پاکستان کې د بجلۍ پېدا کولو پروژې د کاروباري لېن دېن په ترڅ کې لګول شوي دي.
اخوا د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف کميونيکېش ډاېریکټر جېري رايس په واشنګټن کې مطبوعاتو ته ویلي چي د پاکستان سره د سټاف په کچه د شوې لوظنامې لاندې به دغه هېواد ته په سملاسي ډول 1 ارب او 17 کروړه ډالره رقم ترلاسه شي.
د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ترمنځ د سټاف په کچه د شوې لوظنامې وروسته به ددې غوڅه منظوري د اى اېم اېف اېګزیګټيو بورډ ورکوي.
ورځپاڼه ایکسپرېس ټريبيون ليکي چې د اربونو ډالرو ارزښت لرونکي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د منصوبې لاندې لګول شويو دبجلۍ پېدا کوونکيو پلانټونو د اخستو د لوظنامې راتلونکو وختونو کې د بيا پرانستو د معاملې د ختميدو امکان نشته.
ورځپاڼه د پاکستان د يوې سرکاري سرچينې د قوله لیکي چې د چينايي سرمایه کارانو نه د رعاېتونو ترلاسه کولو دا باور پاکستاني چارواکو نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د چارواکو په کچه لوظنامې ته د حتمي شکل ورکولو لپاره ورکړی ؤ.
په دغه رپورټ کې د سرکاري سرچينې لخوا وېل شوي چې پاکستان نړیواله مالياتي اداره خبر کړې چې هغه به د سي پېک په دغو لوظنامو د چين سره د خبرو کوشش کوي خو زياتوي په دغه عمل کې د شامل سياسي حساسیت له کبله داسې کيدل ممکن نه دي.
د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي باید چې په دې لړ کې د چين سره خبرې وشي.
هغه وايي د سي پېک پروژې لاندې د بجلۍ پېدا کولو پلانټونه د کمرشل ېا کاروباري لېن دېن په اساس لګول شوي دي نو که ددغو پلانټونو په منافعه او قرضو کې کومه ستونزه وي نو په دې د چين سره خبرې کېدای شي ولې چې چين د پاکستان د اقتصادي مسلو نه خبر دی.
سي پېک د چينايي حکومت د يوې لارې او کمر بند د منصوبې مهمه برخه ده او مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د چين حکومت له وړاندې څخه ددې سوداګانو د پرانستلو امکان رد کړی.
په عېن حال کې نړيوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ویلي چې د پاکستان سره د چارواکو په کچه د شوې لوظنامې لاندې به دغه هېواد ته په سملاسي ډول 1ارب، 17 کروړه ډالره ترلاسه شي.
د نړیوالې مالياتي ادارې کميونيکېش ډاېریکټر جيري رايس په واشنګټن کې مطبوعاتو ته وېلي چي ددې پروګرام لاندې به پاکستان ته ټول 4 اربه اؤ 20 کروړه ډالره ور ورسيږي.
د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ د ځنډ ښکار د شپږ اربو ډالرو دپور دپروګرام د بحالۍ لوظنامه د تېرې شورو په ورځ د ادارې د سټاف په کچه لاسلیک شوې ده او ايي ایم ایف وايي چې دې سره به د پاکستان اقتصاد مستحکم او د روپۍ قدر ښه شي.
خو د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وايي د پاکستان اقتصادي ستونزې يوازې د ايي ایم ایف په قرض نه شي ختمېدلی، ددې لپاره به پراخه اقتصادي اصلاحات کول وي او غوره اقتصادي تګلارې به خپلول وي.
دی وايي زما په فکر دې رقم سره به د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کوم ډېر اثر ونه شي. "مونږ وليدل چې کله د ايي ایم ایف سره د چارواکو په کچه لوظنامه وشوه نو د روپۍ قدر لږ ډېر ښه شو خو نن بیا روپۍ لاندې راغلې ده او د ونډو په بازار کې هم مندي ليدل کېږي"
ایکسپریس ټريبيون ليکى چې د ايي اېم اېف سره د چارواکو په کچه د تړون په لومړیو پایلو کې ستونزه دا وه چې د ايي ایم ایف چارواکو د بجلۍ پېداواري لګښت او ګردشي قرضو د راکمولو واضحه وعده غوښتله چې په کې د تېر مالي کال په مهال د 850 اربو روپو نوره هم اضافه شوې ده.
ورځپاڼه ایکسپریس ټريبيون ليکي چې په دې اړه د پاکستان د خزانې وزارت او ايي ایم ایف د دوى پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی خو وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت هم ددې رعاېتونو ترلاسه کولو کوشش کړی ؤ خو هغه وخت چينايي قیادت د پاکستان دخبرې منلو نه انکار کړی ؤ.
پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د مرکزى بنک ترمخه د دوى سره د هېواد د زرمبادلې ذخیرې هم د 9 اربو ډالرو نه لاندې راغلې دي.