د پاکستان د پوځي مشرانو غونډه کې د پښتونخوا، بلوچستان اؤ افغانستان په وضعیت بحثونه شوي

دپاکستان پوځي مشرتابه په داسې حال کې دهیواد دلویدیزو پولو،خیبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ افغانستان په اړه دیوې مهمې غونډې په ترڅ کې غور اؤ بحثونه کړي چې په دغه هیواد کې سیاسي ناقراري عروج ته رسېدلې ده اؤ څېړونکي وایي چې دهیواد اقتصاد په چټکتیا سره دځپل کیدو یا سقوط لوري ته روان دی.

دپاکستان دپوځ دعامه اړیکو څانګې ایي ایس پی ار ویلي دګډو ځواکوند دکمیټې دمشر جنرال ندیم رضا سره په مشرۍ دپوځ دټولو څانګو دمشرانو ترسره شوې غونډه کې دپاکستان ددفاعي اؤ قامي سلامتیا په وضعیت هم خیالات تبادله کړل شوي دي.

دبیان تر مخه دې غونډه کې دګډو ځواکونو دکمیټې دمشر جنرال ندیم رضا ترڅنګ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،دسمندري ځواکونو مشر ایډمرل محمد امجد خا نیازي اؤ دهوایي ځواکونو مشر اییر مارشال ظهیر احمد بابر سندهو درلودو.

بیان کې ویل شوي پوځي مشر تابه ته دهیواد دقامي سلامتۍ د وضعیت په ځانګړي توګه دلویدیزې پولې،خیبر پښتونخوا ؤ بلوچستان په اړه احوال تیر کړل شوی دی اؤ ددې ترڅنګ په دې غونډه کې افغانستان کې دامنیت په ارزښت اؤ د وسله والو ځواکونو دمسلکي تیاریو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

بیان وایي پوځي مشرتابه دپوځ په چمتووالي ډاډ اؤ باور ښکاره کړی اؤ ټولو ګواښونو ته یې په کوټلي توګه دځواب ویلو هوډ هم څرګند کړی دی.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ ددې ترڅنګ هیواد دسختې سیاسي ناقرارۍ سره هم مخ شوی دی.

دڅېړونکو وینا ده چې پاکستان کې دوروستۍ سیاسي بې ثباتۍ له امله دهیواد اقتصادي وضعیت په چټکتیا سره دځپل کیدو لوري ته روان دی اؤ دا مهال ورځ تر بلې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت دلاسه ورکوي.

دجمعې په ورځ پاکستان کې دیو امریکایي ډالر نرخ ۲۲۸ روپو ته لوړ شوی دی چې تر دې وړاندې دپاکستان په تاریخ کې ددغه هیواد د روپۍ یا پیسو ارزښت دومره نه دی غورځيدلی.

خو په عین حال پاکستان سیاسي فعالین،دبشري حقونو تنظیمونه اؤ اؤ دمدني ټولنې غړي بیا دپاکستان ددې بد سیاسي اؤ اقتصادي وضعیت پړه دهیواد په طاقتور پوخ اچوي اؤ تور لګوي چې پوځ ټول عمر نه یوازې په سیاست کې لاس وهنه کړې ده بلکې دترهګرو په سرپرستۍ کولو یې پاکستان په نړۍ کې بې اعتباره کړی اؤ نن هیڅوک دې هیواد سره مرستې کولو یا پور ورکولو ته تیار نه دي.

خو پوځ دا تورونه مدام رد کړي اؤ وایي دسیاست سره هیڅ سر وکار نه لري.

د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه طاهر امين ډيوه ته ویلي د پاکستان تجارتي خساره 48 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او د شمېرو ترمخه د تېر کال راهيسې په بجټ خساره کې هم 9 فيصدى اضافه شوې او دا خساره دا وخت 5100 ارب روپو ته جګه شوې ده.

هم دا راز د کرنټ اکاونټ خساره په 17 بيلېنه ډالره ولاړه ده او په تېرو څلورو مياشتو کې د بهر ملکي زر مبادلې په ذخيره کې هم 7 اربه ډالره کمی رېکارډ شوی او د پاکستان د مرکزى بنک ترمخه د دوي سره اوس مهال د زرمبادلې ذخیره تر 9.3 بيلېنه ډالرو لاندې راغلې ده.

په عین حال کې په اسلام اباد کې پالیسي ریسرچ سینټر پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپله یوه وروستۍ څیړنه کې په ډاګه کړې چې وسله واله ډله ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ سلامتیا او لویدیزو پولو د پاره خطر جوړ شوی دی-

د PIPS مشر محمد عامر رانا تیره ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې پاکستان دا وخت د افغان طالبانو سره هم پیچیده اړیکې لري.

د پاکستان د حکومت او پوځ له اړخه د افغان طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د تیر کال راهسې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې روانې دې- خو لاتراوسه څه پرمختګ پکې نه دی شوی او د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ویلي د ټي ټي پي سره به داسې څه معاهده نه کېږي چې د ملک د ایین خلاف وي.

په پاکستان کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو او څیړونکو له اړخه د ټي ټي پي سره دسولې په خبرو نیوکې کیږي او پوښتنې رابرسیره کیږي چې د دغه خبرو په نتیجه کې د سولې باور به ځوک ورکوي؟ او دا چې ټي ټي پی سره خبرې دې د پارلېمنټ د نظر نه بهر نه وي.