دالقاعده مشر ایمن الظواهري د کلونو راهسې د افغانستان او پاکستان بېلا بېلو برخو کې پاتې کيدو، او د امريکي د څار باوجود هم تر اوسه بچ پاتې شوی ؤ،
څيړونکي وايي په پاکستان او افغانستان کې یې داسې پلويان لرل چې د ده حفاظت يي باوري ساتلی ؤ او د امريکي له بريدونو بچ پاتې شوی ؤ۔
د ایمن الظواهري په اړه ويل کيږي چې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان قبايلي ضلعو وزيرستان، باجوړ او نورو سيمو کې په تېرو وختونو کې ليدل شوی ؤ۔
د ملکي او غېر ملکي مطبوعاتي رپوټونو ترمخه ایمن الظواهري د کال2006م د جنورۍ په مياشت کې په دې علاقو کې د امريکا د يو هوایي بريد نه روغ وتلی ؤ.
په دغه بريد کې څلور نور د القاعده غړې وژل شوي وؤ،
څيړونکی او خبريال صفدر داوړ وايي په پخوانۍ قبايلي علاقو د القاعده ډير اثر پاتې شوی دی، دلته به یې پاکستاني طالبانو او ځايي پلويانو حفاظت کولو ځکه د امريکه د بريدونو نه تر اوسه بچ پاتی شوی ؤ۔
"په قبايلي علاقو کې د افغان طالبانو ډير اثر ؤ، د امريکه په ضد به ټوله جګړه نزدې ددې سيمو نه کيده نو هغه چې څنګه دوي مخکې القاعده ته مرسته ورکوله هغه تراوسه روانه ده، دوي يې ميلمانه ګڼي او حفاظت هم ورکوي"
څيړونکي او خبريال طاهر خان وويل د دې سيمي جعرافيائي جوړښت داسې دی چې وسله وال پکې پټ پاتې کيدای شي، بل د دوي په دې سيمو کې خواخوږي هم موجود دي.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل" چې خارجیان او ازبک وګړي او د القاعده غړي په قبايلي ضلعو کې اوسيدل او د دوي هلته کنټرول ؤ، امريکايانو ته هم پته نه وه خو هغوي يې د موندلو کوشش جاري ساتلی ؤ، نو ممکن ده چې هغوي د خپلو سرچينو د لارې دی څارلي وي او په خپل هدف ترلاسه کولو کې بريالي شو"
څيړونکي وايي د تېر کال د اګست له مياشتې روسته چې کله په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلل نو د القاعده او نورو ډلو چې د طالبانو ملاتړ ورته ترلاسه دی، فعاليتونه زيات شوي دي او د نور کله په پرتله اوس دغه وسله والو ډلو خپل احتياط کم کړی ؤ نو ځکه داېمن اظواهري پشان لويې هدف د امريکایي ډرون بريد ښکار شو۔
د امریکې ولسمشر جوبایډن نن د اتوار په ورځ اعلان کړی چې د ده په امر امریکې په کابل کې «کامیابه عملیات» کړي دي او د القاعده ډلې اوسنی مشر ایمن الظواهري یې یو ډرون برید کې وژلی دی.
بایډن وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو پر وخت یې هم له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه، اجازه به ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.
د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې د بې پایلټه ډرون الوتکې په برید کې وژل شوی دی، طالبانو لا د هغه وژل نه دي تایید کړي خو دا برید یې غندلی دی.