واشنګټن - د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو د وجې زورور سېلابونه راغلي او لسګونه کسان یې مړه او زخمیان کړي دي. تازه رپوټونه وایي چې د وزیرستان سره په خوا کې پروت پکتیا ولایت کې خلکو ته د سر او مال دروند نقصان اووښتی دی.
د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – چې د طالبانو په واک اختیار کې دی، پکتیا کې د قدرتي آفتونو د ادارې مشر نثار احمد نجات له قوله لیکلي چې په پکتیا کې د سیلابونو له امله تر ۶۰۰ پورې کورونه وران شوي، ۱۴ کسان مړه شوي، او ۱۲ نور زخمیان دي. دا سیلابونه د پکتیا سرښار ګردېز په شمول، د نوموړي ولایت په څو ولسوالیو کې بهیدلي دي.
د یو بل خبر ترمخه، د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ/ضلعې طالب ولسوال رسنیو ته ویلي چې د سرحدي کرښې ورهاخوا پاکستان کې د اوبو د یو ډېم/بند د ماتېدو د وجې، پرون [د اتوار/یکشنبې په ورځ] د شورابک په بدرزوی کلي باندې اوبه ورغلي او د هغې سیمې لارې یې بندې کړي دي، مګر څوک په کې مړه شوي ندي.
د باختر خبري ادارې دا هم ویلي چې د کابل جنوب پلو ته پروت د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ/ضلع کې د ستر سېلاب بهېدو له امله شل (۲۰) تنه مړه او دېرش (۳۰) نور زخمیان شوي دي.
بل اړخ ته د طالبانو یو چارواکي الجزیره خبري رسنۍ ته ویلي چې د نورستان په کامدېش کې هم سیلابونه راغلي او له امله یې ۲۲ مړه او ۴۵ نور زخمیان دي. نورستان د افغانستان یو ختیځ ولایت دی چې د پاکستان چترال سره په ګډه پوله پروت دی.
د لوګر دپاره د طالبانو والي مولوي عنایت الله شریف په خوشي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته اووښتي زیانونه بېساري بللي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې د یادې ولسوالۍ له خلکو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د یو کلي مشر، چې نوم یې دل آغا دی، وایي چې داسې سېلاب هېڅ کله هم په خوشي ولسوالۍ کې نه و راغلی. هغه اې پي ته ویلي: "دې سېلاب د ټولو خلکو څاروي، کورونه، او زراعتي ځمکې تباه کړې. خلک بې کوره دي، غرونو ته یې پناه وړې ده."
د کابل په بل ګاونډ ولایت میدان وردک کې هم سیلابونو د سیمې خلکو ته ډېر نقصانونه رسولي دي. د وي او اې افغان سروس د یو رپوټ په حواله، ویل کیږي چې د میدان وردک ولایت په چک، سید آباد، جلګې، نرخ، او جلریز ولسوالیو/ضلعو کې د تېرې شپې سېلابونو په نتیجه کې شپېته (۶۰) کورونه نړېدلي دي. په لغمان کې هم سیلابونه راوتلي او له امله یې د کابل-جلال آباد لویه لاره بنده شوې ده.
د قدرتي آفتونو په وخت خلکو سره د مرستې په برخه کې د طالبانو د حکومت یو چارواکي مولوي شرف الدین مسلم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې – اوچا – د مرستیال محمد زید خاطر سره لیدلي او د ملګرو ملتونو څخه یې د فوري مرستو غوښتنه کړې ده. زید خاطر په دې ملاقات کې ویلي چې ملګرو ملتونو تر اوسه د افغانستان یو لک زلزله ځپلو باندې بشري مرستې ویشلي دي.
د طالبانو حکومت د اوبو او توانایۍ وزارت ویلي چې ښایي په آینده درېیو ورځو کې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نور سخت اورښتونه وشي او سیلابونه وبهیږي. تېره هفته د افغانستان په شمالي برخو کې هم سخت ډېر بارانونه واورېدل چې له امله یې سېلابونه وبهېدل او لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې مړه او لسګونه نور تري تم شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په نړېوالو، په خاص ډول اسلامي هېوادونو، مرستندویه ادارو او خیراتي تنظیمونو باندې غږ کړی چې د افغانستان د سیلاب ځپلو سره دې فوري مرستې وکړي.