باجوړ: په احتجاج بوخت خلک وایي قامي میډيا یې په احتجاج ځان ناجاڼه کړی

باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلت پېل شوی

پېښور ـــــ په باجوړ کې دناامنۍ پرضد د اولسي پرلت نن اتمه ورځ ده خو ددغه پرلت برخه وال وایي قامي میډیا د دوئ په احتجاج ځان غلی کړی اؤ خبرونه یې نه خپروي.

په احتجاجي پرلت کې دسیمې په سوؤنو خلک ناست لیدل شي اؤ دوئ شپه او ورځ خپل احتجاجي پرلت دوامدار ساتلی دی.

احتجاج کونکي غوښتنه کوي چي حکومت دې په سيمه کې دامن ټينګښت د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دباجوړ نه دقامي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان دباجوړ داحتجاجي پرلت نه دقامي میډیا په لاتعلقۍ افسوس ښکاره کړی اؤ وایي د دوئ ستونزو ته په قامي میډيا هیڅ پاملرنه نه کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلی چټان وایي "زمونږ د پاکستان ميډيا دوؤ خبرو ته کوريج ورکوي چرته چې دوي ته رېټنګ مېلاويږي، او زمونږ علاقو کې کېبل سسټم نشته نو دوي ته رېټنګ نه ميلاويږي، دويمه زمونږ ميډيا هغه مسلې راپورته کوي چې د اسټېبلشمنټ لخوا ورته وېنا وشي، نو زمونږ چې کومې مسلې دي نو نه خو پکې د اسټېبلشمنټ د اړخه وېنا کيږي چې دا راپورته کړئ او نه ورته دلته نه رېټنک مېلاويږي، نو ځکه زمونږ مسلو ته ځايې نه ورکړل کيږي"

دباجوړ داحتجاجي پرلت ګډونوال خپل خبرونه اؤ فعالیتونه د سوشل ميډيا د لارې خپروري اؤ وايي دغه ورسره موثره لاره ده چې خپل غږ دنیا ته ورسوي ۔

دپرلت دګډونوالو وینا وه چې تر څو د دوي په سيمو کې کومه لويه د بد امنۍ پېښه نه وي شوي په قامي ميډيا کې ورته ځايې نه ورکړل کيږي.

دباجوړ دځوانانو داتحادیې مشر ریحان زیب هم وایي نړیواله میډیا یې په ستونزو غږیږي خو قامي میډیا پرې ځان ناجاڼه کړی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل"امريکه غږ زمونږ اواز پورته کوي، دغه پښتو چېنلې لګیا دي کوريج راکوي، خو دا يوازې زمونږ د باجوړ مسله نه ده په ټولو پښتنو سيمو کې چې کومه داسې غټه پېښه نه وي شوې څوک ورته کورېج نه ورکوي"

د باجوړ خبريالان وايي دوي خپلو چېنلونو ته د روزانه په حساب خبرونه لیږي، ځینو اخبارونو کې هغه خبر راشي خو بيا په ټي وي چېنلونو د روان سياسي کړکېچ له امله د دوي خبرونو ته ډير ځائ نه ورکړل کيږي،

د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په سوات کې د طالبانو د راښکاره کېدو وروسته احتجاجي مظاهرې او د امن په نوم جرګې شروع شوي دي.

دوي وايي په پښتنه سيمه کې يو ځل بيا د بدامنۍ خوريدو خطر دی او حکومت ته پکار دي چې ددې مخه ونیسي۔

خو پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د زيارت په ورځ د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې لارښوونه کړې چې تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي.