سياسي ګوندونه چې په حکومت کې او مخالفه دي د الېکشن کمېشن لخوا د ضمني انتخاباتو ځندول يې د يو بل تېښته ياده کړې چې مخالفه امېدوار يې د مېدان څخه تښتېدلی دی.
د پاکستان الېکشن کمېشن پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [اتم ستمبر] ويلي چې په ملک کې د ورروستو بارانونو او سېلابونو له امله په سيند، خېبرپښتونخوا او جنوبي پنجاب کې تباهي خوره شوې ودانيو ته يې تاوان اړولی د ټرانسپورټ نظام يې ګډو وډ کړی او بېړني حالات يې جوړ کړي دي.
الېکشن کمېشن په خپل بيان کې دا هم ويلي چې د سېلاب د تباه کاريو له امله ټولې ادارې په مرستندويه کارونو کې بوختې دي، او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو او په غټه کچه د خلکو کډو کولو له وجې ضمني انتخابات په ټاکلې موده ممکن نه دي ځکه الېکشن کمېشن پرېکړه کړې چې ضمني انتخابات ځنډول کيږي او نوې نېټه به وروسته اعلان کړی شي.
د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان چې د چارسدې د قومي اسمبلۍ د حلقه اېن ای 24 [2] نه په خپله ضمني انتخاباتو ته ولاړ دی ويلي يې دي هغه به د ضمني انتخاباتو د ځنډولو فېصلې ته د بيا کتنې دپاره خواست کوي.
نوموړي ويلي د انتخاباتو ځندولو دپاره بهانه جوړه کړی شوې، په مردان او پېښور کې سېلاب نه دی راغلی په چارسده کې سېلاب راغلی خو دغلته هم حالات اوس داسې دي چې انتخابات کېدی شي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، چې عمران خان به تر څو پورې نازولی وي؟ هغه ويلي په ضمني انتخاباتو کې د ملتان او کراچۍ امېدواران يې په ټاکنو ځنډولو خفه دي.
بلاول او اېمل ولي خان تور لګولی چې د عمران خان په وجه دغه انتخابات ځندول شوي او زياته کړې يې ده په کومو سيمو کې چې ضمني انتخابات ځنډول شوي دا دغو علاقو خلک د خپلو حقونوڅخه محرومه کول دي.
خو بل لور ته بيا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو هم دغه پرېکړې ته د تېښتې نوم ورکړی چې ياد ګوند ډېره مشهورتیا لري ځکه د دغه وجې انتخابات ځنډول شوي دي.
خو د الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا وياند سهېل احمد وي او اې ډيوه ته وويل چې الېکشن کمېشن د سېلاب له امله انتخابات ځنډولي او په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه يې وويل چې الېکشن کمېشن د انتخاباتو په اړه د امنيتي ادارو نه هم پوښتنه کوي نو الېکشن کمېشن ته به داسې څه ويل شوي وي ځکه دغه خبره کړې ده.
د اېمل ولي خان د الېکشن کمېشن پرېکړې ته د بيا کتنې پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وويل، د هر چا حق دی چې د فېصلې خلاف اپيل کولی شي خو پرېکړه به بيا الېکشن کمېشن کوي.
د پاکستان الېکشن کمېشن په 25 ستمبر د ملک په نهه قومي حلقو، په 11 ستمبر په درې حلقو، او دوېم اکتوبر په يوه حلقه د انتخاباتو کولو اعلان کړی وو.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د 25 ستمبر د قومي اسمبلۍ په نهه حلقو په خپله ولاړ وو.
په 25 ستمبر چې په کومو حلقو ضمني انتخابات اعلان شوي په دغو حلقو د قومي اسمبلۍ سپيکر د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړو استعفاګانې منظور کړې او دا حلقې خالي شوې وې.