دپارلیمان غړي وایي کېدای شي د ملتان روغتون په بام موندل شوي مړي د لادرکه بلوڅو اؤ پښتنو وي

مرکزي حکومت کې شامل د سياسي ګوندونو د قامي اسمبلۍ غړو په دې وروستیو کې د پنجاب ملتان ښار د نشتر روغتون په بام د رابرڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ازموېنې کولو غوښتنه کړې او ویره یې څرګنده کړې ده چې دا مړي د سیند او هېواد د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه تنانو کېدای شي.

په واکمن اتحادي حکومت کې شامل د پيپلز ګوند، متحده قامي موومنټ، جمعیت علما اسلام ف او نیشنل ډېموکرېټک غورځنګ غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کيډو دا معامله له هغې وروسته راپورته کړې چې د پنجاب صوبې اعلا وزیر پروېز الهي د یاد روغتون د دریوؤ ډاکټرانو په ګډون د اړونده پوليس تاڼو دوه افسران معطل کړي دي.

د تېرې شورو په ورځ د ملتان د نشتر مېډيکل روغتون په بام ګڼ شمېر جسدونه رابرڅېره شوې وو چې وروسته په ټولنيزو رسنيو هم خلکو دا عمل غندلی و.

د پنجاب په ملتان ښار کې د نشتر مېډيکل روغتون په بام د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کېدو دا معامله وړومبی په قامي اسمبلۍ کې د متحده قومي موومنټ ښځينه غړې کشور ذهره راپورته کړه چي وروسته ورسره د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل او د نېشنل ډېموکرېټک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم ملاتر اعلان کړو.

دغو غړو د ملتان په نشتر هسپتال کې د رابرسېره شوو جسدونو د ډي اېن اې ازموینې غوښتنه وکړه.

شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز په خپل يو رپورټ کې ویلي چي د پنجاب د اعلا وزير پروېز الهي لخوا ددې معاملې د ابتدايي پلټنو په ترڅ کې د روغتون د اناټومي څانګې د دوؤ ډاکټرانو، دریوؤ ملازمينو په ګډون د اړونده دوو پوليس تاڼو دوه ایس ایچ او ګان معطل کړی شوي دي.

پدې اړه د ډيوه سره د نهې په ورځ خبرو کې د پيپلز ګوند سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل وویل دا مالومېدل اړين شوي دي چې دا جسدونه چرته تع راغلل، د چا دي او وارثان یې څوک دي؟

هغه وايي ما د قامي اسمبلۍ د سپيکر څخه غوښتنه کړې چې ددې معاملې د پلټنو لپاره دې يوه پارليماني کمېټي جوړه کړی شي، په دې معامله کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بيا دې جسدونه خپلو وارثانو ته وسپارل شي.

وايي دا هرڅه ځکه کول پکار دي چې په پاکستان کې زیات خلک لا درکه دي.

د راپورونو ترمخه د تېرې شورو په ورځ په ټولنيزو رسنيو داسې يو شمېر وېډيوګانې خپرې شوې وې چې په کې د نشتر روغتون په چت بام ګڼ شمېر کې د جسدونه ليدل کېدل. له دې ورستو په ټولڼيزو رسنیو د جسدونو د هسپتال په بام د موندل کيدو په معامله ټکونه شوي وو او ددې مړو د پېژندګلو کولو غوښتنې شوې وې.

دا نامالومه جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې په پاکستان کې په لويه شمېره کې خلک لادرکه دي او د بشري حقونو، بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين په جبري توګه د خلکو د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل ردوي او درېځ ورکوي چې کېدای شي لا درکه کسان د بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو په ليکو کې ورګډ شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا کوم بهر هېواد ته تښتېدلې وي.

که څه هم د لا درکو تنانو د قضيو څېړونکی سرکاري کمېشن په جبري توګه د لادرکه تنانو شمير شاوخوا 5000 ښایي خو د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د لادرکه تنانو شمېر له دې هم زيات يادوي.

د لادرکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوچ ډيوه سره خبرو کې د ملتان نشتر روغتون کې د برڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ټېسټونو د غوښتنې ملاتړ کوي.

ښاغلی قدير بلوڅ وايي کال 2014م کې د لادرکه تنانو په قضیه کې سپريم کورټ لازم ګرځولې ده چې د هر نامالوم مړي ډي اېن اې ټېسټ کول پکار دی.

دی وايي د بلوچستان ،خېبرپښتونخوا او سیند څخه په زرګونو خلک ورک دي. او دا اوس چې په ملتان نشر روغتون کې کوم جسدونه ښکاره شوي د هغوي لباس ېا جامو څخه وېره پېدا شوې هڅې نه دامړي د هغو بلوڅانو او پښتنو نه وي څوک چې په جبري توګه ورک کړل شوې دي.

تېره میاشت هم د سیند صوبې په دننو سيمو سانګهړ، خېر پور او عمر کوټ کې څلور مړي ترلاسه شوي وو چې د متحده قومي موومنټ د کارکنانو بلل کېږي.

د پښتنو د حقونو تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد چې د لادرکه پښتنو د شمېرې راټولوي ډيوه ته وېلي چي د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې د قېد تنانو مړي اکثر موندل کېږي.

نوموړي وويل کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د خونړي برید وروسته دداسې کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي په هنګو کې موندل شوي چې غاړو ته یې ګردنۍ او خواته ټوپکې پرتې وي چې پوځ د ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ په پېښه کې د ککړو کسانو يادول.

نوموړی وايي دغه کسان د حراستي مرکزونو څخه وړل شوي وو او د هغوي رېکارډ هم موجود وو.

"مونږ ځکه اندېښنه لرو چې داسې عمل مخکې هم شوی دی"

په ورځپاڼه ډان کې خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې په دې معامله د جمعيت علما اسلام ف ډلې يو غړي چې نامه ېې نه ده ښودلې هم خبرې کړي دي.

رپورټ وايي د جمعيت علما اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړي د ملتان په نشتر روغتون کې ډ لا وارثه جسدونو موندل کیدو په معامله ژوره اندېښنه ښودلې او وېره یې څرګنده کړې چې دا مړي د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه شوو کسانو کېدای شي.

هغه ویلي ددې تاثر د ختمولو لپاره باید چې ددې معاملې پلټنې وشي.

کرنل ر انعام الرحيم په اسلام اباد کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو پېروي او وکالت کوي،هغه ډيوه ته وايي قانون کې ليکلي شوي دي چې کله داسې نامالوم مړې ترلاسه شي نو وړومبی د هغه مړي تصوير وويستل شي او د پېژندګلو لپاره یې په مطبوعاتو کې خپور کړي.

ښاغلي انعام الرحيم وویل دا خطرناکه او حساسه معامله ده ځکه چې لا اوس هم د 5000 زرو څخه زيات کسان ورک دي.

دی وايي که د ډي اېن ای ټېسټونو ښکاره شوه چې دا جسدونه د لادرکو تنانو دي نو بيا به کارواي د هغه چا پرضد کېږي د چا خلاف چې د لا درکه تن د لا درکې مقدمه درج شوي وي.

نوموړې وايي د هر تري تم شوي تن اېف اې ار له مخکې درج وي او ددې حساب کتاب د لا درکو تنانو د قضيو د حکومتي کمېشن سره هم ثبت شوی وي.

که څه هم په قامي اسمبلۍ کې زياترو حکومتي غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د برسېره شو جسدونو د ډي اېن ای د ازموينې او په دې اړه د پلټڼو غوښتنه کړې خو ورځپاڼه ډان په خپل راپور کې وايي د قامي اسمبلۍ د پرونۍ غونډه د صدارت ذمه واري چې د جمعيت علما اسلام ف ډلې ښځينه غړې عاليه کامران ترسره کوله په دې معامله د رولنګ ورکولو څخه ډډه کړې ده.