لاهور هایکورټ دمذهب په سپکاوي دتورن ذهني ناروغه تن پرضد مقدمه خارج کړې ده

لاهور هایکورټ د خالي په ورځ د يو تن خلاف درج کړی شوې د مذهب د سپکاوى مقدمه خارج کړې ده او فېصله ورکونکي جج ویلي زیاتره ليدل شوي چې د مذهب د سپکاوى په تور دتورنو کسانو ذهني وضعیت ناسم وي.

د لاهور هایکورټ جج وېلي عدالت نه شي کولی چې يو تن ته د خوب په ليدو او يوازې د هغه د وینا په بنياد سزا ورکړي.

د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه کال 2021 کې په ميانوالي کې په ذهني توګه ناروغه تن نصرالله باندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړې شوې وه.

قانون پوهان وايي د قانون ترمخه په يو تن باندې د مقدمې د درج کيدو نه مخکې باید چې پولیس د ملزم بدني او نفسياتي معاېنه وکړي.

د عدالت د فېصلې ترمخه د مذهب د سپکاوى په مقدمو کې وړومبی تفتيشي افسر له د تورن تن د ذهني او نفسیاتي وضعیت د روغوالي ټاکنه پکار ده او بيا دې له هغې وروسته کاروايي پېل کړی شي.

دلاهور هاىکورټ په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې داسې ذهني معذره انسان چې خپله دفاع په خپله نه شي کولی د هغه خلاف مقدمه نه شي چلول کېدای.

دا فېصله د لاهور هایکورټ جج جسٹس طارق سليم په ميانوالي کې د مذهب د سپکاوى په يوه مقدمه کې د ايف ايي ار د خارج کولو په مهال ورکړې ده.

د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د خبر ترمخه کال 2021م د ستمبر په مياشت کې په نصرالله نومې تن باندې د مذهب د سپکاوي دا مقدمه هغه وخت درج کړې شوې وه کله چې هغه د سيمې د ځینو خلکو په وړاندې خوب کې د الوتو او دخدایې د ليدو ادعا کړې وه.

ورځپاڼه لیکي د نصرالله ددې بيان وروسته په هغه باندې د ميانوالي په صدر تاڼه کې د مذهب د سپکاوي شکاېت وشو چې بيا د یادې تاڼې اېس اېچ او یې پرضد د 295- ای لاندې د مذهب د سپکاوى مقدمه درج کړه.

د ملزم وکېل عدالت ته ویلي چي د هغه د موکل پرضد درج کړی شوی ايف اي ار په بدنیتۍ اډاڼه دی .

څېړونکي وایي په پاکستان کې زياتره خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاروي او يو ځل چې په چا د مذهب د سپکاوى تور پورې شي نو عدالت ته د رسېدو نه مخکې د پاريدلو قهرجنو خلکو لخوا ووژل شي.

پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په چا چې دا تور ثابت شي نو د قانون لاندې هغه ته د ټول عمري قید او د تېزندۍ سزا اورول کېږي خو تراوسه پورې په پاکستان کې په دې سزا عمل نه دی شوی.

وتلی قانون پوهه قاضي انور اېډوکېټ ډيوه ته وايي د شريعت او قانون ترمخه په ذهني توګه ناروغه تن د يو جرم دکولو مقدمه نه شي درج کېدای.

ښاغلی قاضى انور وايي د ذهني توګه ناروغه تن مثال د ماشوم وي او څنګه چې په اسلامي شريعت کې ماشوم د عبادت او جرم څخه مبرا وي نو داسې په ذهني توګه ناروغه تن هم وي.

هغه وايي د قانون ترمخه پولیسو له لمړی د جرم کوونکي تن د ډاکتر نه معاوېنه پکار چې وګوري ایا تورن تن خو په بدني او ذهني توګه ناروغه نه دی او چې ثابته شي چې جرم کوونکی تن په نفسیاتي او ذهني توګه ناروغه دی نو هغه د ذهني ناروغانو هسپتال کې د نورو خلکو لېرې ساتل کېږي.

د لاهور هایکورټ جج هم په خپله فېصله کې وېلي چي د پاکستان قانون په ذهني ناروغۍ اخته کسانو ته تحفظ ورکوي.

د فېصلې ترمخه دفوجدارۍ د ضابطې 464 مه دفعه وايي چې هر هغه ذهني ناروغه تن چې په خپله مقدمه کې بېان نه شي ورکولی د هغه پرضد مقدمه هم نه شي چلول کېدای.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى ترمخه د مذهب د سپکاوي د قوانینو څخه زياتره مسلمانان اغېزمن کېږي او ورپسې په اغېزمنو کې احمدي ټولنه راځي.

څېړونکي وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مقدمو د وکالت څخه وکيلان او د ملزم په حق کې دفېصلې ورکولو څخه په عمومي توګه ججان څنډه کوي