د پیښور پوهنتون د سیاست د څانګې زده کونکي هیواد کې خرابې امنیتي وضعې اندیښمن کړي دي
دوي وایي، اوسیدونکو ته د سولیز چاپیریال برابرول د ریاست بنیادي فریضه ده خو دوي فکر کوي چې پاکستان او بیا په ځانګړي ډول پښتونخوا کې امنیت ډیر خراب دی.
دوي وایي، پښتانه د خپلو حقونو اخېستلو لپاره سولیزه مبارزه پیل کړې ده خو دوي ویره څرګندوي چې ګنې دغه مبارزه په تشدد بدله نشي.