د امریکا د دفاع وزیر استونیا ته تللی، چېرې چې امریکا او د نیټو اتحادیانو د دفاع پیاوړي کولو لپاره د ځواکونو شمیر زیات کړی .

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ استونیا ته تللی، چېرې چې امریکا او د نیټو اتحادیانو د نیټو په ختیځ کې د دفاع پیاوړي کولو لپاره د ځواکونو شمیر زیات کړی دی. استونیا پدې میاشت کې د خپل کلني ژمي پوځي تمرین د روس نه ۱۷۰ کیلومیټره لري له خپلې پولی سره ترسره کړی.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ استونیا ته تللی، چېرې چې امریکا او د نیټو اتحادیانو د نیټو په ختیځ کې د دفاع پیاړوي کولو لپاره د ځواکونو شمیر زیات کړی دی.

استونیا پدې میاشت کې د خپل کلني ژمي پوځي تمرین د روس نه ۱۷۰ کیلومیټره لري له خپلې پولی سره ترسره کړی.

په دی کې ډير داسي پوځي صلاحیتونه، غټي او وړی وسلی رایوځای کړي وې چې د اوکراین پوځ یې په خپلې دفاع کې د شاملولو لپاره لیواله دی.

د پنټګان خبریاله کارلا باب هم دی پوځي مشق کې موجوده وه. د هغې رپورټ درته د ډيوه همکار نصرالله خان وړاندی کوي