شمالي وزیرستان کې د لږکیو د ټولنې یو غړی په هدفي توګه وژل شوی

د ایاز مسیح په نوم یو عیسوي تن دخپل ویلډنګ په دوکان کې په کار بوخت ؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د لږکیو ټولنې سره تړاو لرونکی یو تن نامعلومو وسله والو په هدفي توګه وژلی دی.

د سیمې نه پولیس سرچینو وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي دا پېښه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د میر تحصیل په عیدک بازار کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو سرچینو وینا ده چې دغلته د ایاز مسیح په نوم یو عیسوي تن د خپل ویلډنګ په دوکان کې په کار بوخت ؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

پولیس وایي تر پېښې سمدستي وروسته یې د وژل شوي ایاز مسیح مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته انتقال کړی او د پېښې پلټنې یې پیل کړي‌ دي.

د پولیسو وینا ده چې دا د هدفي وژنې پېښه ده او د وژل شوي تن کورنۍ لا په چا دعوه نه ده کړې.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان دننه ګڼ شمیر احتجاجي پرلتونه او مظاهرې شوې دي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني سره خبرو کې ویلي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې ځایي خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

هغه ویلي د ضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې خلک د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او دې ناامنۍ ځایي خلک بیا دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي ځکه چې د امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدارۍ مقدمې درج کیږي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت اوس هم ډاډمن نه دی.

د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي اؤ د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.