طالبانو اګست کال 2021م کې په کابل هوایي اډه د شوي ځانمرګي برید پلانوونکی د داعش مهم مشر وژلی دی

څلورو لوړپوړو امریکایي چارواکو د سه شنبې/ نهې په ورځ ویلي افغان طالبانو اګست کال 2021م کې افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهال د کابل په هوایي ډکر د ت رسره شوي ځانمرګي برید ذمه وار د داعش وسله والې ډلې کمانډر وژلی دی.

په دغه برید کې د 13 امریکایي پوځیانو په ګدون 170 کسان وژل شوي وؤ.

په امریکایي رسنیو کې دخپور شوي یو رپورټ له مخې انتظامیې د کابل په ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ امریکایي عسکرو خپلوانو ته زنګونه وهلي اؤ ورته یې ویلي چې د ترهګرې ډلې دغه مهم مشر په دې وروستیو اوونیو کې دطالبانو امنیتي ځواکونو وژلی دی.

امریکایي چارواکو ویلي دامریکې استخباراتي څېړونکو ته د اپریل دمیاشتې په پیل کې معلومه شوې وه چې دکابل په هوایي اډه دشوي برید پلانوونکی چې له پېژندګلو ښودلو نه یې ډډه شوې ده،افغانستان کې دطالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

چارواکي وایي دا نه ده واضحه شوې چې ایا طالبانو هغه په متخصص ډول په نخښه کړی اؤ که نه دطالبانو اؤ داعش د وسله والو په نښته کې وژل شوی دی؟

چارواکي وایي دپټو اطلاعاتو په اساس څېړونکو دا نتیجه اخستې ده دکابل په هوایي اډه دشوي برید مرکزي پلان جوړونکی وژل شوی خو دغو چارواکو د هغه دمرموزې وژنې په اړه کوم ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

په کابل هوایي ډګر کې دا چاودنه هغه مهال شوې وه چې هیواد نه د وتلو په هڅه کې په زرګونو افغانان هوایي ډګر ته ورټول شوي وؤ ،دې چاودنې هغه وخت یوه خونړۍ بڼه موندلې وه اؤ مسولیت یې داعش ډلې پغاړه اخستی ؤ.

تر دغې چاودنې یوازې څو ساعته مخکې غربي چارواکو د یوې سترې حملې خبرداری ورکړی ؤ اؤ خلکو ته یې دهوایي اډې نه د وتلو وینا کړې وه خو دغه خبرداري ته هغه مهال زیات پام نه ؤ ګرځول شوی.

رپورټ کې دامریکایي چارواکو له خولې ویل شوي چې امریکې دداعش د وژل شوي کمانډر په ضد ترسره شوؤ عملیاتو کې هیڅ مرسته نه ده کړې اؤ دا عملیات طالبانو په بشپړ ډول پخپل سر کړي وؤ.

"دطالبانو دعملیاتو په اړه خبرې کول یا کوم اعلان کول زمونږ دمعمول برخه نه ده خو ومو غوښتل چې ددې خبر نه بایاد امریکایي ولس اؤ دې حمله کې د وژل شوؤ 13میرینز کورنۍ خبر شي"

ډیرن هوور دهغه ځوان زلمي ډيرن ټيلر هوور پلار دی چې دکابل په چاودنه کې وژل شوی ؤ، ایسوسي ایټډ پریس سره خبرو کې ډیرن وویل هغه ته د نهې/سه شنبې په ورځ دداعش دیو نامعلومه مشر په نامعلومو حالاتو کې د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده.

هغه وویل دی اؤ میرمنه یې دتېر یو نیم کال راهسې په درد اؤ تکلیف کې دي . دهغه په وینا دداعش دیو نامعلومه مشر په وژنه به ددوي درد کې کمی رانه شي‌.

دهغه وینا وه دعا به کوي چې دافغانستان نه په راوتلو کې دباییډن انتظامیې نه کومې تېروتنې شوي ، په هغې ترې جواب وغوښتل شي

افغانستان کې دداعش دا لویه ډله چې دداعش خراسان په نوم هم یادیږي،دیوې اندازې له مخې څلور زره وسله وال پکې راټول شوي اؤ طالبان دوي خپل تر ټولو ستر دښمن اؤ د عسکري اعتباره ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼي.

په افغانستان کې دطالبانو بیا واک ته له رسیدو راپخوا داعش خراسان په افغانستان کې خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي اؤ دوي زیاتره لږګي یا اقلیتونه په نخښه کوي.

(د وي او ای نه اخستل شوي دې رپورټ کې ځېنې معلومات دای پي نه اخستل شوي دي)