واشنګټن: د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش په پاکستان کې له ټولو ګوندونو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او ټینګار یې کړی چې په سولیزه توګه د خلکو د راټولېدو د اړتیا درناوی دې وشي.
د ملګروملتونو د مشر یو ویاند فرهان حق د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي،
"عمومي منشي له چارواکو غوښتي چې د وزیر اعظم عمران خان په وړاندې د محکمې د اورونو پر وخت دې د قانون د پلي کېدو د بهیر درناوی وکړي."
.@antonioguterres takes note of the ongoing protests that have erupted following the arrest of former PM Imran Khan yesterday in Islamabad and calls for all parties to refrain from violence. https://t.co/A7FPzFDux0
— UN Spokesperson (@UN_Spokesperson) May 10, 2023
په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې د شورو په ورځ پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې د اتو ورځو جسماني ریمانډ فیصله کړې.
عمران خان د مې په نهمه نېټه د پولیسو لخوا ونیول شو.
عمران خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ محکمه کې قاضیانو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې دی ونیسي او د محکمې له ودانۍ څخه یې راکاږي په ده باندې فزیکي حمله وکړه.
د ملګروملتونو د ویاند فرهان حق په بیان کې وړاندې راغلي، چې عمومي منشي د روانو لاریونونو نوټ اخلي کوم چې په اسلام اباد کې تېره ورځ د پخواني وزیر اعظم عمران خان له نیولو سره پیل شوي.
اویا کلن عمران خان د نهې یا سې شنبې په ورځ په داسې حال کې د پولیسو لخوا ونیول شو چې په هغه باندې د ادعاو له مخې له ترهګرۍ نیولې تر فساد، خیانت او نورو جرمونو د لګولو شویو تورونو لپاره په محکمې کې اورېدونه کې د ګډون لپاره تیاری نیوه.
د خان له نیول کېدو سره په پلازمېنې اسلام اباد او نورو ګڼو ښارونو کې د هغه د ګوند تحریک انصاف د پلویانو لخوا لاریونونه شوي چې اکثره یې له تاوتریخوالي ډک وو او پي ټي آی ویلي، چې په لسګونو کسان یې پکې وژل شوي دي خو امریکا غږ په خپلواکه توګه د دغو راپورونو تایید تر دې دمه نه دی ترلاسه کړی.
دغه ډول پولیسو د پي ټي آی د مشرانو په ګډون په سلګونو پلویان په ټول هېواد کې نیولي دي.
د واشنګټن ډي سي له ویلسن څېړنیز مرکز څخه مایکل کوګلمن په ټویټر لیکلي، د عمران خان له نیول کېدو داسې ښکاري چې کوښښ کېږي هغه له سیاسي صحنې څخه وباسي او پر ټول ګوند یې بندیز ولګوي.
"څو اونۍ وړاندې، جګ پوړو پاکستاني چارواکو پي ټي آی داسې ګاڼه "لکه د کلعدم تنظیمونو لخوا روزل شوي بدمعاشان" خو نن ورځ ددغه ګوند زیات لوړ پوړي مشران نیول شوي. داسې ښکاري چې دا پلان دې د خان د یوې خواته کولو لپاره وي، چې رهبر یې له صحنې وباسي او حتی په ټول ګوند باندې بندیز ولګوي."
Some weeks back, senior Pakistani officials described PTI as “miscreants trained by banned organizations.” Today, more top party leaders were arrested. Looks like the plan may be to disqualify Khan, take the leadership out of the picture, and even ban the party on the whole.
— Michael Kugelman (@MichaelKugelman) May 10, 2023
دغه ډول په واشنګټن کې پخواني افغان سفیر حسین حقاني په ټویټر لیکلي، چې د عمران خان په نیول کېدو باندې د چین خاموشه پاتې کېدل دا څرګندوي چې هغوی د پاکستان له پوځ څخه "د ثبات د دفاع کونکي" په توګه ملاتړ کوي.
“China, silent on Imran arrest, backs Pakistan Army as ‘defender of stability’”https://t.co/D3bAfsad2G
— Husain Haqqani (@husainhaqqani) May 10, 2023
دغه ډول کاناډايي سیاستوال او د کابینۍ پخواني غړي کریس الیکزاندر لیکلي، چې عمران خان ته باید د اوږده وخت د بند سزا ورکړل شي ځکه هغه لیکلي، "د ترهګرۍ مرسته کونکی عمران (طالبان) خان له کرملن څخه په هغه ورځ لیدنه وکړه چې ماسکو خپل بشپړ عملیات پیل کړل."
دی زیاتوي، چې "هغه د اوږده جېل حق لري، تقریبا دومره زیات چې ډیکټېټر او فاشیست قتل عام کونکي ویلادیمیر پوتین ته وي."
Terror sponsor Imran %27Taliban%27 Khan visited the Kremlin on the day Moscow launched its full-scale invasion.He deserves a long jail term almost as much as genocidal fascist dictator Vladimir Putin.#SanctionPakistan
— Chris Alexander 🌻 (@calxandr) May 10, 2023
کرېس الیکزاندر په یو بل ټویټ کې لیکلي،
چین، د پاکستان جي اچ کیو او آی ایس آی نن ورځ کلک تاریخي ملګري دي. ډېر زیات په خپلو کې سره ملګري دي د دې په پرتله چې له ماسکو سره ملګري وي.
هغه زیاتوي، دوی همدارنګه د ګډې پروژې چې "د طالبانو پروژه ده" شریکان هم دي چې اوس مهال یې پاکستان د بېنکرپسۍ او ماتېدو په غاړې ته رسولی."
China’s #CCP & Pakistan’s GHQ/ISI are today’s archetypal ‘iron brothers’ — far more committed to each other than either is to Moscow.They are also strategic co-owners of ‘Project Taliban’ — now bringing Pakistan to the brink of bankruptcy & breakdown.#SanctionPakistan https://t.co/RIfLJAwk9s
— Chris Alexander 🌻 (@calxandr) May 10, 2023
په هر حال د عمران خان د نیول کېدو پرسر لاریونونو کې ښځو او نارینوو ګډون کړی او د پوځ پرضد یې شعارونه ورکول چې پخواني وزیراعظم عمران خان هم هرکله پرې تورونه لګول چې دی یې د یو سازش له مخې له څوکۍ ګوښه کړی و او بیا یې پرضد په محکمه کې بې بنسټه کېسونه جمع کړي دي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان مرکزي حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ له پوځ څخه مرسته غوښتي وه چې د نظم په سمبالولو کې دې مرسته وکړي او له دې غوښتتنې سره په پلازمېنې اسلام اباد، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې پوځیان هم ګمارل شوي دي.