انټرنېټ لا اوس هم په ټول پاکستان کې په پوره توګه خلاص شوی نه دی
په ملک کښې د تشدد نه ډکو احتجاجونو وروسته انټرنېټ تړل شوی و چې حکومت بيا په ډېرو ښارونو او سيمو کې درې ورځې پس خلاص کړو خو په ډېرو ځايونو کې لا اوس هم بند دی چې د خلکو په ورځني ژوند، کاروبار او په خاصه توګه د سوشل ميډيا په استعمالونکو يې ډېرې بدې اغېزې کړي.
عام وګړی او واړه کاروباريان په دې اړه څه وايي؟
تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علی په رپورټ کې.