واشنګټن ــــ د ایراني سرحدي ځواکونو او د طالبانو د عسکرو تر منځ پر ګډه پوله نښته شوې چې د طالبانو د ویاند او د ایران د سرکاري مېډیا په وینا په ډزو کې دوه ایراني عسکر او یو د طالبانو عسکر وژل شوي دي.
طالبان او ایراني چارواکي دواړه وایي چې د دواړو اړخونو تر منځ د څو ګنټو تر ډزو وروسته نښته پای ته رسېدلې ده.
پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د غاړې په څو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ایران او طالبانو له لوري یو پل بر د درنو او سپکو وسلو د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. په ځینو نورو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبانو پوځي ګاډي او ټېنکونه روان دي او ویل کېږي چې د ایران پولې ته ځي.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي سمدستي دا نه ده واضح شوې چې د شنبې- خالي په ورځ د شوې پېښې سبب څه وو، چې پکې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو دا نښته په داسې وخت شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د هلمند د اوبو پر سر اختلافات روان دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تور پورې کړی چې لومړی ایراني ځواکونو د نیمروز ولایت کې د افغانستان خواته ډزې کړې چې وایي بیا د دوی عسکرو هم ځوابي ډزې ورباندې پیل کړې.
ټکور د شنبې- خالي په ماخوستن پر ټویټر لیکلي چې په دغه نښته کې له دواړو خواوو یو یو تن وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي:
"موضوع د دواړو غاړو تر مشرانو رسېدلې او اوس وضعیت د کابو کېدو په حال کې دی، اسلامي امارت د نښتو پلوي نه کوي. "
وضاحت:نن ورځ دنیمروز ولایت په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونود افغانستان په طرف ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوېپه نښته کې له دواړوخواوویو یو تن وژل شوی او ګڼ ټپیان ديموضوع د دواړو غاړو ترمشرانو رسیدلې اوس وضعیت د کابو کیدو په حال کې دی.اسلامي امارت د نښتو پلوي نه کوي
— عبدالنافع ټکور (@Takor786) May 27, 2023
خو ایران بیا پر طالبانو لومړی د ډزو کولو تور پورې کړی دی. د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د پولیسو د مرستیال مشر قاسم رضايي له خولې ویلي، چې د شنبې- خالي په سهار طالبانو د سیستان بلوچستان خواته ډزې پیل کړې دي.
دغه ایراني چارواکي د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو د تسنیم خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې "په نښتو کې سپکې او نیمې سپکې وسلې او ګوله بارود هم کارول شوي دي"، اې پي د ایرنا د خبر له مخې وایي "ایران درانه ځاني او مالي زیانونه واړول".
د ایران د پولیسو مرستیال مشر قاسم رضايي وایي ایراني ځواکونو د طالبانو د ډزو سخت ځواب ورکړی او د پولیسو مشر یې سرحدي ساتونکو ته امر کړی چې "په زړورتیا او هوډ سره د سرحدونو دفاع وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرحدونو ته ننوځي."
که څه هم تهران او طالبان تر خپل منځ سفارتي اړیکې لري، خو ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په دې وروستیو کې د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.
تېره اوونۍ ایران له افغانستانه وغوښتل چې ددې هیواد "د اوبو حق" ته درناوی وکړي او تور یې پورې کړ چې د افغانستان لور ته پر سیند یو بند د هلمند رود د هغو اوبو د ور بهېدو مخه نیسي چې د ګډې پولې په اوږدو کې تېرېږي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د مې پر 18مه سیستان بلوچستان ته د سفر په وخت د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې د هلمند له سینده دې د ایران د سیستان بلوچستان خلکو د اوبو حق ورکړي.
رئیسي خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت دې د ایران د حکومت منطق عادی نه ګڼي، ځکه چې وایي تهران د هلمند سیند په اوبو کې د خپل حق په اړه "ډیر سنجیده" دی.
د ایراني صدر د دغو څرګندونو په جواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر 18مه په اعلامیه کې ویلي وو، د افغانستان او ایران تر منځ چې د اوبو تړون په 1973م کال کې لاسلیک شوی تر اوسه پر خپل ځای دی او طالبان ژمن دي چې پر شوو ژمنو باندې عمل وکړي.
د اوبو د دې تړون له مخې افغانستان باید په کال کې 817 میلینه کیوبیک میټره د هلمند سیند اوبه ایران ته ورکړي.