د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ ضد بیانیه دوی ته خطرناکه ده خو دوی بیا هم دوامداره ساتلې.
په تېرو دوو لسیزو کې په سیاسي ګوندونو باندې د وسلوالو لخوا تر ټولو زیات بریدونه د نېشنل ګوند په مشرانو او غړو شوي چې د صوبايي وزیر بشیر احمد بلور په ګډون پکې په لسګونو کسان وژل شوي.
د زیاترو دغو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان هم منلې ده.
له اېمل ولي خان سره د ډیوې خبریال ارشد مهمند یوه ځانګړې مرکه کړې.