په خېبرپښتونخوا صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي د صوبې په جنوبي ضلعو کې د طوفاني بارانونو او سيلۍ له امله 27 تنه مړه او 146 ژوبل شوي دي. د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د اغېزمنو کورنيو سره هر ډول ممکنه مرستې کولی شي.
د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، کرک او ډېره اسماعيل خان کې طوفان باران او سيلۍ راغلې وه.
پي ډي اېم ای پرون د باران او سيلۍ له امله د اوښتي تاوان تفصيل مطبوعاتو سره شريک کړی وو.
ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې 15 تنه سړي يواځې په بنو کې مړه شوي وو، په لکې د درېو ماشومانو او يوې ښځې په ګډون پينځه تنه، کرک کې د درېو ماشونو په ګډون پينځه تنه او دوه ماشومان په ډېره اسماعيل خان کې مړه شوي وو.
دغه ډول په 100 تنه په لکي مروت او 42 تنه په لکي مروت کې ژوبل شوي وو.
د پي ډي اېم اې ترمخه طوفاني باران او سیلۍ 69 کورونو ته هم تاوان اړولی دی.
د پاکستان د موسمیاتو وزيرې شېري رحمان ويلي، په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د بارانونو له امله 29 تنه مړه شوي دي.
هغې په پېښه کې د خلکو په مړینه خفګان څرګند کړی او زياته کړې یې ده د سيند صوبې وروسته په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د پشکالي بارانونو نه وړاندې د طوفانونو او سختو بارانونو له امله تباهي کېدل د اندېښنې وړ دي.
خیبر پختونخواہ اور پنجاب میں طوفانی بارشوں کی وجہ سے مختلف حادثات میں 29 افراد کے جاں بحق ہونے پر دلی افسوس ہوا۔ جاں بحق ہونے والے افراد کے سوگوار لواحقین کے دکھ میں برابر کے شریک ہیں۔ ان حادثات میں زخمی ہونے والے افراد کی جلد صحتیابی کیلئے دعاگو ہوں۔ پاک افواج، پی ڈی ایم اے اور… pic.twitter.com/TJVaXBCcRK
— SenatorSherryRehman (@sherryrehman) June 11, 2023
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف هم په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې د طوفاني بارانونو له امله په مړينو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي دغه پېښې کېدل د ماحولياتي بدلون د اثراتو اغېزې دي.
خیبر پختونخوا اور پنجاب میں گزشتہ روز طوفانی بارشوں سے قیمتی جانوں کے ضیاع پر گہرا دکھ اور رنج ہوا. ریسکیو ادارے اور امدادی ٹیمیں لوگوں کی مدد کے لئے مصروف عمل ہیں۔ بلا شبہ یہ ماحولیاتی تبدیلی کے مضر اثرات ہی ہیں جن کی بدولت کہیں غیر معمولی ژالہ باری، کہیں برفانی تودے تو کہیں بے…
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) June 11, 2023
هغه زياته کړې پاکستان په هغو ملکونو کې يو دی کوم چې د ماحولياتي بدلونو د سختو اغېزو لاندې دی، ټولو له په ګډه د دې د مخنيوي دپاره سنجيده ګامونه اخستل پکار دي.