د پاکستان خارجه دفتر وایي د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي برید کې د افغان ترهګرو د ککړتیا پخلی شوی دی

د پاکستان خارجه دفتر پخلی کړی دی چې تېره میاشت د بلوچستان د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي ترهګریز برید کې د ککړو ترهګرو پېژندګلو د افغانستان د وګړو په توګه شوې ده.

د پاکستان خارجه دفتر د چهارشنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي د ږوپ په پوځي چاوڼۍ شوي برید کې د دریوؤ افغان وګړو د ککړتیا پخلی شوی اؤ ویلي یې دي چې د دغو ترهګرو تعلق د افغانستان قندهار ولایت سره دی.

د بهرنیو چارو د دفتر په بیان کې ویل شوي چې یاده پېښه کې د افغان ترهګرو د لاس لرنې په پخلي کیدو د پاکستان لخوا سخت غبرګون یا ردعمل ښودل شوی دی.

د بیان ترمخه" خارجه دفتر د افغانستان سفارتخانې ته د ترهګرو د مړو ترلاسه کولو وینا کړې ده"

بیان کې ویل شوي د پاکستان دننه کیدونکو د ترهګرۍ پېښو کې پرله پسې د افغان ترهګرو په ککړتیا اؤ د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې په کارول کیدو پاکستان خپلې ژورې اندېښنې ښودلي اؤ د دې یې غندنه کړې ده.

په 12م جولایي د ږوب په پوځي چاوڼۍ شوي ترهګریز برید کې 9 پوځیان اؤ په ځوابي کارروایۍ کې 5 ترهګر وژل شوي وؤ.

له دې برید وروسته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د ږوب ګیریژن د دورې په مهال ویلي وؤ د پاکستان مسلح ځواکونه افغانستان کې ټي پي ټي‌ته بریدونو لپاره په ترلاسه فرصتونو اندېښمن دي.

د ایي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي وؤ چې "د افغانستان د لنډ مهاله حکومت نه هیله کیدله چې هغوي به حقیقي معنو کې د دوحې په تړون کې د شوؤ ژمنو په رڼا کې د هیڅ یو هیواد خلاف خپله خاوره استعمالیدو ته نه ورکوي"

د پاکستان د سرکاري خبري شبکې ای پي پي د رپورټ‌ له مخې د اتوار په ورځ په باجوړ کې د شوي ځانمرګي برید نه وروسته اوړمه ورځ په پېښور کې وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ‌ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته هم په یو بریفنګ کې ویل شوي چې د پاکستان دننه کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري.

د اتوار په ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 54 پنځوس کسان وژل شوي اؤ تر 150ؤ زیات شوي وؤ.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم وخت په وخت تورونه لګولي چې پاکستان کې د کیدونکو ترهګریزو بریدونو پلانونه په افغانستان کې جوړیږي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ پاکستاني چارواکو ته یې ویلي که د خپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید هغوي ته یې ورکړي چې کارروایي یې پرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد تېره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي پاکستان ددې لپاره په افغانستان دا رقم تورونه لګوي ترڅو د طالبانو حکومت نړۍ ته بې اعتباره وښیي