ځوانه پښتنه سندرغاړې سحرش خان وايي، د سندرو شوق له کوره وویسته

سحرش خان

له چارسدې سره تعلق لرونکې پښتنه سندرغاړې سحرش خان په پېښور کې ژوند کوي او په نوي انداز کې ټپې وايي.

د سحرش خان پېژندګلو او شهرت د "شنه بنګړي" نومې سندرې نه پیل شوی.

هغه وايي، که څه هم له کوچنیوالي څخه یې د سندرو او موسیقۍ سره شوق درلود خو بیا یې هم ورته مور او پلار ددغه شوق پوره کولو اجازه نه ورکوله نو ځکه یې څلور کاله وړاندې د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وکړه.

‎"د دې شوق له وجې زه د کور نه څه څلور کاله ویستل شوې وم "

سحرش خان په خندا سره د خپل ژوند د هغې ګرانې پرېکړې کیسه کوله چې کله هغه مجبوره شوه چې خپل کور پرېږدي.

"ًزه چې له کوره وتلې وم ، هغه وخت زما په لاس دوه ګوتمۍ وې چې ما خرڅې کړې او ځان مې پرې وساتلو"

سحرش خان ‎په ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا هم ډېره فعاله ده او له خپلو مینوالو سره سندرې او ویډیوګانې شریکوي.

خو سحرش خان زیاتوي له خپلو کور نه د جلاوالي په دې سخت وخت کې د هغې نیا د هغې ملاتړ وکړ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ يې ورکړ چې هیڅ ډول کسب او هنر بد نه وي.

"‎زما نیا د یو مضبوط کردار ښځه وه. هغې ما ته وويل چې د خپل کور او خپلې کورنۍ عزت او حدودو خیال وساتم نور که هر څه کوشش کوم نو کولی یې شم."

سحرش خان وايي،

‎د ټپو ،د غنی خان له شاعري او موسیقۍ سره شوق لرونکې سحرش افسوس کوي چې په پيښور کښې د ښځینه سندر غاړو لپاره د موسیقی د زده کړې لارې چارې ډېرې کمې دي.

هغه وايي، داسې اکېډيمي او د میوزک د زده کړې ادارې نشته چې له سازونو او سندرو سره مینه لرونکی پښتنې جینکۍ پکې د موسیقی او سندرو زده کړه ترلاسه کړي.

‎په پښتنې ټولنه کې د جینکو او ښځو لپاره د تندلاریتوب او جګړو د سوچ د زیاتېدو له امله د فن، هنر او حتي د زده کړو د حق په څېر د بنیادی حقونو موقعې هم ورځ په ورځ تنګيږي.

‎په داسې حالت کې د سندرو ویلو شوق او د کورنۍ د اجازې ترلاسه کول یو ګرانه خبره ده.

سحرش خان وايي، له هنر سره مینه لرونکي خو ګیله کوي، چې ډير پښتانه اوس هم هنرمندانو او په ځانګړې توګه ښځینه هنرمندانو ته په ښه نظر نه ګوري.