ډالر په پاکستان کې روپۍ بې ارزښته کړې او د سرو زرو بيعې ډېرې ختلې دي
د سرو زرو نه يواځې د سينګار قيمتي کالي نه جوړيږي بلکې دا د شتمنۍ خوندي ساتلو يوه د ډاډ وړ پانګه هم وي.
په پاکستان کې د روپۍ قدر کمېدل او د ډالر د نرخ زياتېدل ګراني ورځ په ورځ سېوا کوي چې د ضرورت د نورو څيزونو په څېر يې د سرو زرو بعې هم سېوا کړي دي.
کاروباريان وايي سره زر د عامو خلکو د اخستلو نه وتلي دي.
د پېښور په تاريخي او د سرو زرو غټ بازار اندر شهر کې زرګران او اخستونکي څه وايي؟
نور حال د ارشد مومند په دې رپورټ کې