د پښتونخوا د نویو ضم شویو ضلعو خلک وايي مات ګوډ جمهوريت د اېف سي ار له تور قانون نه ښه دی
د پخوانیو قبايلي سيمو اوسيدونکي وايي په نویو جوړو شویو ضلعو کې د ايف سي ار په مقابله کې جمهوري نظام ورځ تر بلې پياوړی کېږي.
څيړونکي وايي په يادو ضلعو کې د دې نظام د راتلو ډيره لږه موده کېږي خو په دغو سيمو کې جمهوريت خپلو جرړو او زېلو مظبوطولو ته نور وخت غواړي.
نور حال د ارشد مومند په رپورټ کې