بایډن په یوه لویه وینا کې امریکایان له اوکراین سره مرستو ته هڅوي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د استازو د جرګې (ايوان نمايندګان) له مشرۍ څخه په ډرامايي توګه د کېون مکارتي له لېرې کېدو یواځې څو ورځې مخکې د امریکا کانګرس د اوکراین لپاره د نورو پیسو په برابرولو غور کاوه.

د امریکا د استازو د جرګې (ايوان نمايندګان) له مشرۍ څخه په ډرامايي توګه د کېون مکارتي له لېرې کېدو یواځې څو ورځې مخکې د امریکا کانګرس د اوکراین لپاره د نورو پیسو په برابرولو غور کاوه.

ولسمشر جو بایډن ویلي، دی به په دې اړه لویه وینا وکړي چې امریکایان وهڅوي له اوکراین سره د روس په وړاندې دفاع کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ناټو په اوکراین کې د جګړې له دوام سره د جنګي وسلو او ګولیو د کمېدو خبرداری ورکړی.

اوکرایني ځواکونه هره ورځ په یرغلګرو روسي ځواکونو باندې د راکټونو تر ۷۰۰۰ پورې ګوزارونه کوي.