د پاکستان حکومت: د ملک اقتصادي حالات لا ښه نه دي، آی ایم اېف نه د پور یو بل پروګرام اخستو ته اړتیا ده

د پاکستان د خزانې مرکزي نګران وزېرې شمشاد اختر ویلي چي د پاکستان اقتصاد لا اوس هم په نازک حالت کې دی او که فرصت ورته تر لاسه شو نو حکومت به په ممکنه توګه د آی ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام تر لاسه کولو هڅه کوي.

مېرمن شمشاد اختر واىي پاکستان ته په برامداتو کې د اضافې او مقامي وساېلو پېدا کولو پورې د آی اېم اېف سره پاتې کېدل اړين دي.

اقتصادپوهان وایي دپاکستان لخوا د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف څخه د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرام د شرطونو انحصار به د پاکستان د راتلونکي حکومت په استحکام او پياوړتيا وي.

د خزانې د نګران وزيرې شمشاد اختر د جمعې په ورځ اسلام اباد کې رسنیو سره خبرو کې ویلي د پاکستان اقتصاد لا هم په نازک حالت کې دی او غواړي چې په راتلونکې موده کې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف سره کار جارى وساتي.

مېرمن شمشاد اختر وویل دا وخت د پاکستان لومړۍ ترجيح د 3 اربو ډالرو قرض پروګرام سرته رسول دي او زياتوي که موقعه ترلاسه شوه نو په ممکنه توګه د آي اېم اېف څخه به يو بل قرض پروګرام ترلاسه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي اصل سوال دا دی چې پاکستان به کله د آي اېم اېف څخه د يو بل قرض پروګرام ترلاسه کولو ته کله ځي.

اقتصادپوه ډاکټر ساجد امين وایي، د آي اېم اېف سره د يو بل قرض پروګرام بنياد به د اوسني لنډ مهاله قرض پروګرام په دريمه جاېزه کې ټاکل کېږي چې مونږ ددغه جاېزه څومره په کاميابۍ سره پوره کوو؟

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ،بل لوي عنصر به دا وي چي کوم نوی حکومت راځي هغه به څومره مستحکم او مضبوط وي.

"زه ګڼم که مونږ بل آي اېم اېف پروګرام ته ځو نو د هغې شرطونه به ډېر سخت وي او که غېر مستحکم او کمزوری پارليمان په وجود کې راځي نو زما په اند بيا د اي اېم اېف سره بل قرض پروګرام ورستو کېدای شي"

تېره ورځ د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د نهو میاشتو د لنډ مهاله قرض پروګرام لومړۍ ارزونه سرته رسېدلې او آي اېم اېف وايي چې د اېګزیګټيو بورډ له منظورۍ وروسته به پاکستان ته 700 ميليونه ډالره ترلاسه شي.

د مالي او اقتصادي چارو ماهرين وايي که څه هم پاکستان ته د آي اېم اېف لخوا دا روان لنډ مهاله قرض پروګرام بې له کوم ځنډ اسانۍ سره ترلاسه شوی و خو زياتوي چې د پاکستان اقتصادي مشکلات لا ختم نه دي او هېواد لا هم د اېکسټرنل فنانس ېا بهرنې مالي مرستو د چېلنجونو سره مخامخ دی.

داقتصاد پوهه شهريار بټ په نظر راتونکو دريوؤ کلونو کې به پاکستان ته نزدې د 72 اربه ډالرو ضرورت وي او دا 72 اربه ډالره پاکستان يوازې د دوستو هېوادونو په مرسته او د خپلو ذرايعو څخه نه شي ترلاسه کولی.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ددې 72 اربه ډالرو لپاره به پاکستان ته د آي اېم اېف د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرام ضرورت وي او د هغې لپاره به پاکستان ته له اوسه هلې ځلې پېل کول وي،د آي اېم اېف په شرطونو به عمل کول او د حکومت لخوا ورکول کېدونکي رعایتونه به ختمول وي.

د خزانې د نګران وزيرې مېرمن شمشاد اختر وېنا ده چې په تېرو څو میاشتو کې ګراني هم د تېر په نسبت کمه شوې ده او آي اېم اېف هم تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به په ګرانۍ کې نور کمی راشي .

خو هغې دا خبرداری هم ورکړی چې پاکستان لا هم د بهرنیو خطرو سره مخ دی چې په کې د جيو پوليټيکل تناو ترڅنګ د ضروري شېانو زياتېدونکي نرخونه او سخت نړیوال حالات هم شامل دي.